پوليسو په جرمنې کې د رجب طیب اردوغان د سرو زرو مجسمه لېرې کړه

روهي (څلورنۍ / ۷ د وږي)، په جرمني کې د ترکيې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سرو زرو هغه مجسمه چې په يو نندارتون کې درول شوې وه، لېرې کړې ده.

دغه د سرو زور مجسمه ۴ متره لوړوالی لري چې په څلور لارې کې نصب شوې وه، په ورځ کې زرګونه خلکو د دغه مجسمې ننداره کوله.

پوليس وايي، چې ځکه يې دغه مجسمه لېرې کړې ده، چې تاوتريخوالی يې رامنځ ته کولو. د پوليسو په وينا چې هره ورځ به يو شمېر کسانو د رجب طیب اردوغان په پلوي او نورو به د هغې په خلاف څرګندونې وکولې، چې ستونزې يې رامنځ ته کړې وې.

د جرمني پوليس وايي، چې د مجسمې د امنيت نېول ستونزمن وو او نن سهار پوليسو مجسمه لېرې کړه.