قريشي: غلطیانې کیږي او دا نوې خبره نده، خو له امريکا سره به خپلې اړيکې ښې کړو

روهي (څلورنۍ/۷ د وږي)، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي وايي چې په پاکستان کې د نوې ادارې له راتګ وروسته يې هڅې دا دي ترڅو له امريکا سره ښې اړيکې ولري.

قريشي تېره ورځ د پاکستان پارلمان ته په وينا کې ويلي، چې راروانه مياشت به د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو پاکستان ته راشي او د دواړه هېوادونو په اړيکو به سره خبرې وشي.

نوموړي هيله ښوودلې ده، چې تېروتنې به لامل نه شي ترڅو د امريکا او پاکستان اړيکې سره کړکېچنې کړي، بلکې دوی به يې د سمونې په پار کار وکړي.

اته مياشتې وړاندې ولسمشر ټرمپ د پاکستان د سياست په اړه سختې نيوکې وکړې او له ياد هېواد سره يې خپلې مرستې وځنډولې.