
روهي (درېنۍ/۶ د وږي)، د ايران پارلمان د دغه هېواد ولسمشر حسن روحاني په هېواد کې د کړکېچن اقتصادي وضعيت په اړه د پارلمان ناستې ته بلل دی.
وکيلان به له روحاني وپوښتي، چې د ايراني ريال د بيې د ټېټوالي د مخنيوي او د اقتصادي وضعيت د ښه کېدو په اړه يې پلانونه څه دي.
څو ورځې وړاندې د ايران د اقتصاد وزير مسعود کرباسیان د کړکېچن اقتصادي وضعيت له امله له خپلې دندې استعفا ورکړه.
له هغې را وروسته چې د امريکا متحدو ايالتو له خوا پر ايران بندېزونه ولګېدل، نو په دغه هېواد کې بد اقتصادي وضعيت راغلی دی، چې ولس يې له حکومت د حل غوښتنه کوي.