
روهي (درې نۍ/۶ د وږي)، د ملګرو ملتونو څېړونکې ډلې له پلټنو وروسته موندلې ده، چې د میانمار پوځي جنرالانو د مسمانانو په ډله ييزه وژنه کې لاس درلود.
د ملګرو ملتونو درې کسيز پلوي ويلي دي، چې ميانمار د پوځ لوی درستيز او د پوځ پنځو نورو جنرالانو د روهنیګیا مسلمانانو په عامه وژنه کې لاس درلود، چې بايد محاکمه شي.
د پلټونکې ډلې په راپور کې راغلي دي، چې د برما د پوځ جنرالانو روهنیګیا مسلمانان وژلي، په ښځو يې جنسي تيري کړي او د دوی کورونه يې سوځولي دي.
د ميانمار په مشرې او د سولې د جایزې پرګټونکې انګ سان سوچې هم نيوکه کيږي، چې د مسلمانانو د دغه بد وضعيت په اړه يې په خپل هېواد کې چوپتيا اختيار کړې ده.