
روهي (درې نۍ/۶ د وږي)، په هالنډ کې يو شمېر اسلام او مسلمان دښمنه کړۍ پلان لري، چې د روان ز کال په وروستيو کې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د کارتونونو سيالۍ تر سره کړي.
د هالنډي اسلام دښمنه کسانو دغه کړنه او پلان د اسلامي نړۍ له سخت غبرګون سره مخ شوی دی او په کلکه يې غندلی دی.
د پاکستان مشرانو جرګې دغه کار له اسلام سره دښمنی بللې ده او پر وړاندې پرېکړه خپور کړی دی. په ورته وخت کې د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم ويلي دي، چې دغه موضوع به له ملګرو ملتونو سره شريکه کړي.
د اسلامي نړۍ د همکاريو سازمان ويلي دي، چې دا ډول کړنې په لوی لاس د نړۍ د مذهبي او ديني ډلو ترمنځ ستونزو او جګړو ته لمن وهل دي.
له دې وړاندې هم په يو شمېر لويديځو او اروپايي هېوادونو کې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) او نورو اسلامي سپيڅلتياوو ته د سپکوي په پار داسې کړنې تر سره شوې وې.