په شطرنج کې نړيوال رېکارډ!

روهي (دوه ني/۵ د وږي)، د (World Chess Hall of Fame) د شطرنج لوبې يو مرکز د شطرنج له دانو څخه د پاچا (King) دانه جوړه کړې ده، چې تر ټولو لويه ده او په ۲۰۱۹ ز کال کې به نړيوال رېکارډ خپل کړي.

د ګنيس په کتاب کې به دغه د شطرنج د پاچا دانه په ۲۰۱۹ ز کال ثبت شي، چې 6.09 متره يا ۲۰ فوټه لوړوالي لري.

د شطرنج دغه دانه له لرګي څخه جوړه شوې ده، چې د جوړولو چارې يې په اونيو وخت نيولې او په ۲۰۱۲ ز کال نېږدې د ۴ متره لوړې دانې رېکارډ يې مات کړ.

شطرنج لوبه چې په اروپايي او يو شمېر اسيايي هېوادونو کې دود ده، په مېلېونه مينوال لري، چې په کلني ډول نړيوالې سيالۍ هم په کې تر سره کيږي.