
روهي (دوه نۍ/۵ د وږي)، د امريکا متحده ايالتو په فلورېډا ايالت کې يو وسله وال کس دوه کسان په ډزو وژلي او لس نور يې ټپيان کړي دي.
په سيمه کې امنيتي کسان د پېښې پخلی کوي او زياتوي، چې ياده پېښه په يو پلورنځي کې د ويډيو ګېم د تورنمنټ پر مهال رامنځ ته شوې ده.
چارواکو د ډزې کوونکي نوم ډیویډ کتز ښودلی دی، چې په خپله هم په دغه پېښه کې وژل شوی دی، خو په دې اړه يې نور مالومات نه دي ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په امريکا کې وسله والو په هټيو او هوټلونو کې په عامو وګړو ډزې کړې، چې مرګ - ژوبلې يې رامنځ کړې وې.