روژه د ورورۍ او يووالي مياشت

د اسلام سپېڅلى دين، چې تر ټولو دينونو غوره دين دى، هر حكم يې له حكمت او ګټې خالى نه دى ،ځكه ،چې ډېر مسلمان اوغيرمسلمان څېړونكي او پوهان دې نتيجې ته رسيدلي، چې د اسلام د هر حكم د عملي كيدو تر شا يو راز او حكمت پروت دى، چې د مسلمانانو د دونيوي او اخروي ښيګڼې اوبريا سبب ګرځي . په اسلامي احكامو كې يو حكم درمضان د مباركې مياشتې د روژو دنيولو حكم دى، چې خداى ج يې په قرآن كريم كې د نيولو امركړى ( اي هغو كسانو ،چې تاسو ايمان راوړى په تاسو روژه نيول فرض شوي دي لكه څنګه، چې له تاسو څخه په مخكينيو خلكو هم روژه نيول فرض وو ) له دې آيت مبارك نه معلومه شوه، چې روژه په مخكينيو امتونو هم فرض وه او دا پخپله د روژې ډېراهميت په ګوتو كوي، چې خداى ج په خپلو مخكينيو او اوسنيو بنده ګانو فرض كړې ده تر څو ډېرتسليم شوي ( مسلمان شوي) بنده ګان، چې خداى ته نږدې او خوښ بنده ګان دي د روژې له نيولو معنوي او جسمي ګټې پورته كړي. مخكې له دې، چې د روژې په ګټو باندې رڼا واچوو لازمه ده، چې د روژې په مانا او مفهوم ځان پوه كړو:
دروژې مانا او مفهوم:روژه،يا صوم چې په قران عظيم اپاك كې ورته د صبر او بركتونو مياشت ويل شوې ده، په لغت كې مطلق بندوالي ته وایي يعني په روژه كې بايد انسان د خپل بدن په ټولو غړيو حاكميت ولري ځكه انسان هميشه د خپلو جسمي غړيو د سركشۍ او بغاوت له امله په ګناه كې پرېوزي چې په ګناه كې پرېوتل يې دعذاب سبب ګرځي كله، چې انسان د روژې د حكم سره سم په خپلو جسمي اعضاوو كنټرول راولي او خپله ژبه له ناوړه وينا( ښكنځل، دروغ، غيبت، بهتان، شيطانت،...) څخه وساتي او په خپل واك كې يې راولي نو دا په حقيقت كې پر نفس د دواك راوستلو او ځواكمنتيا په مانا ده نو څرګنده شوه، چې روژه دانسان د كمزورتيا سبب نه، بلكې د قووت او ځواكمنتييا سبب كيږي.
روژه څه شى ده؟روژه د اسلام له پنځو بناوو څخه يوه مهمه او اساسي بنا ده، چې الله (ج) يې په خپل لوى كتاب قران كريم كې د نيولو امر كړى دى او د روژې مياشتې ته په قرآن شريف كې رمضان ويل شوى دى، چې ديني عالمان يې د سره شوي يا ګرم شوي شي( څيز) په معنى بولي، ځكه چې روژه هم د انسانانو هغه ګناهونه سوځوي ا وله منځه وړي، چې دكال په نورو يوولسو مياشتو كې له انسانانو صادرې شوې وي اوبل داچې انسان د روژې دنيولو په بركت له ځينو حيوان ډوله خويونوڅخه دملايك ډول خويونو پر لور راګرځي يعني بالغ او مكلف انسانان د روژې نيولو پر وخت له خوړلو، څښلو،جماع او شهواني خويونو بند او منع وي او د خداى ج دوېرې په خاطر دعبادت په فكر كې وي او دټاكل شوي وخت ( د سهارڅخه ترماښامه پورې) خوراك څښاك اوجماع نه كوي ځكه چې ملايك هميشه په عبادت بوختې وي او خوراك څښاك او... نه كوي او دعبادت له كبله خداى ته نږدې مخلوق دى.
د روژې ګټې:روژه بې شمېره ډېر فضيلتونه او ګټې لري. لومړۍ ګټه يې داده ،چې په دې مياشت كې قرآن كريم نازل شوى دى( يعنې له لوح محفوظ څخه د دنيا اسمان ته) او قران كريم په خپله يو لوى نعمت او د مسلمانانو لارښود كتاب دى، چې دبشريت د مثبت او ښه ژوند په لاره كې ستره ګټه بلل كيږي ځكه دهمدې قران عظيم الشان په بركت د بشر پر مخ پرتې ډېر ې تيارې لارې رڼا شوې، چې يوه بيلګه يې دجهالت پر وخت كې د ژونديو لورګانو ژوندي خښول وو، چې د قران په بركت داكار منع شو.
د روژې د مياشتې بل فضيلت دادى، چې په دې مياشت كې د دوزخ دروازې بندېږي، د جنت دروازې خلاصېږي او سركشه شيطانان تړل كېږي، څو انسانان له لويو او سترو ګناهونو څخه وژغورل شي.
بل داچې روژه د انسان د معنوي او جسمي پاكوالي سبب ګرځي، خو په دې شرط، چې روژه نيوونكي په سمه توګه روژه ونيسي او د ده د بدن ټول غړي روژه وي له دې پرته كه چېرې روژه نيوونكى خپلې سترګې، غوږونه، خوله... كنټرول نه كړي او يوازې له خوړلو، څښلو او جماع ډډه وكړي، نو له لوږې او تندې تېرولو پرته به يې هېڅ ګټه نه وي كړې ځكه، چې په يو حديث شريف كې راغلي دي، چې (ډېر روژه نيوونكي او لمونځ كوونكي شته، چې له مشقت تېرولو بغير هېڅ ثواب نه ورته رسېږي.) په دې حديث شريف كې اصل مقصد دا دى، چې يو شمېر هغه روژه نيوونكي، چې هغوى د روژې پر مهال د روژې اداب نه مراعتوي او د ژبې... كنټرول له لاسه وركوي جګړه او د غيبت په څېر ناروا كارونه ترسره كوي، يا دا چې روژه نيسي، خو په حرامو سره يې ماتوي د ده روژه د خداى (ج) په نزد هېڅ ګټه نه لري ځكه، چې روژه پاكه ده او هدف يې د انسان د نفس او جسم پاكوالى دى، نو په همدې خاطر بايد په پاكو او حلالو خوړو افطار شي او په دې مياشت كې پر روژه نيولو سربېره په نورو عبادتونو كې هم زياتوالى راشي، ځكه په روژه مباركه كې هره حسنه(نيكي) اويا چنده زيات ثواب لري. په دې مياشت كې سنت د فرضو هومره ثواب لري او لكه، چې وړاندې اشاره وشوه يو فرض په ۷۰ فرضو بدلېږي. د اسلام سپېڅلي پېغمبر(ص) دې مياشتې ته د غمخوارۍ او ورورۍ مياشت وېلې ده. په دې معنى، چې په دې مياشت كې مسلمانان بايد له يو بل سره هر راز مرستې وكړي، خيراتونه او صدقې وكړي ، په عبادتونو كې زياتوالى راولى او د خپلو كارمندانو كارونه د اندازې تر بريده كم كړي... په حديث شريف كې راځي، چا چې د يوه روژه نيوونكي روژه افطار كړه، نو خداى (ج) به دغه كس ته د روژه نيوونكي د ثواب په اندازه اجر وركړي او د هغه له ثواب څخه به هېڅ ثواب كم نه شي. يو صحابي پوښتنه وكړه، چې موږ خو د كمزوري اقتصاد له امله نه شو كولاى له يوبل سره مرسته وكړو او يو چاته د روژې ماتولو په غرض خوراك وركړو، د اسلام سپېڅلي پيغمبر(ص) ورته وفرمايل: دا په مړه ګېډه خوراك وركول نه دي، د خرما يوه دانه يا يو ګيلاس اوبه وركول، چې روژه نيوونكي پرې روژه ماته كړي هم كافي ثواب لري او دا د مسلمانانو ترمنځ د همدردۍ او مرستې په معنى دى.
د روژې د نورو ښېګڼو ترڅنګ يوه مهمه ځانګړنه دا ده، چې خداى(ج) د دې عبادت ثواب په خپله وركوي او فرمايي، چې (الصوم لي) يانې روژه خاص زما لپاره ده او اجر يې هم زه پخپله وركوم.
ځينې خلك روژه په دوى باندې يو بوج او جبر بولي، دغه خلك په حقيقت كې ستره تېروتنه كوي، ځكه روژه يو اسلامي او بركت ناك حكم دى، چې مسلمانان يې په راتلو سره بايد خوښي وكړي او دا مياشت غنيمت وبولي.
د روژې فلسفه:
د خداى ج هر حكم د انسان په ګټه دى . په روژه نيولو سره دانسان معده صفا كيږي او په معده پورې تړلې ډېرې ناروغۍ له منځه وړي دروژې له فرض كېدلو څخه بل اساسي هدف دا دى، چې د روژې د لوږې او تندې له امله د هغو بې وزلو وروڼو او خويندو لوږه او تنده درك كړاى شي، چې د كال په دوولسو مياشتو كې د بې وزلۍ له كبله نه شي كولاى خپلې ګېډې مړې كړي. كله، چې يو مسلمان روژه نيوونكى د لوږې احساس وكړي، نو حتما له ده سره د بل مسلمان ورور د لوږې احساس هم پيدا كېږي، زړه يې نرمېږي او له هغه سره مرسته كوي. دغه مرسته همدردي او اتفاق منځ ته راوړي او اتفاق او وحدت د خداى (ج) د رضا سبب كېږي او لكه څنګه چې د مسلمانانو تر منځ بې اتفاقي د هغوى د تباهي نښه ده همدا شان دهغوى تر منځ يو والى او محبت د دوى د غوره ژوند تضمين او د بقا نښه ده په دې هيله ،چې روژه په مينه او محبت تېره كړو نه په جګړو او وينه تويونو او د يو بل دوړو او غټو خبرو پر وړاندې پوره زغم او حوصله ولرو، دروژې په درناوي له هيڅ چا سره هم جګړه ونه كړو او له يو بل سره مرسته وكړو.