د خواخوږۍ پيغام

د افغانانوکلتوري پرمختيا ټولنه

په ډېره ژوره خواشینۍ سره خبرشو چې د هېواد ستر ملي مبارز او د هېواد د زورېدلي ولس یو رښتينی خواخوږی اوپه خپل هېواد او خلکو مین ارواښاد غلام محی الدین زرملوال د تل لپاره زموږ نه جلاشو .(لوی څښتن دې پرې ورحميږي ) موږ پوره باور لروچې راتلونکي به ارواښاد زرملوال د هغه د سترو ویاړنو او هېواد پاله کړنو له امله نه هېروي .داسي ملي اتلان د هېواد دګوتې غمي ګڼل کیږي ،چې په لوېدو سره یې د هېواد ښکلا ته زیان رسي .موږ خپله خواشیني د ارواښاد درنې کورنۍ،خپلوانو،دوستانو اوهر غمجن هېواد پاله افغان سره شریکوو . لوی څښتن د ې ارواښاد زرملوال وبښي اوموږ ټولوته دې د دغه ستر غم ،زغم را په برخه کړي . (اروا دې ښاده او ياد دې تل تازه وي .
دټولنې مشر
ملوک ازاد