د کاتولیکانو مذهبي مشر: د کليساګانو د مشرانو د کړنو په اړه د شرم احساس کوم

روهي (يوه نۍس/۴ د وږي)، د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ دویم فرانسېس ويلي دي، چې هغه کړنو شرمنده کړی دی، چې د کليساګانو مشران يې د ماشومانو پر وړاندې کوي.

پاپ دویم فرانسېس په ايرلنډ کې وينا کړي او ويلي دي، چې د يو شمېر کلسياګانو د مشرانو له خوا هغه کړنې ورته د شرم وړ دي، چې په کليساګانو کې ماشومان په جنسي ډدول سره زوروي.

نوموړي دا هم ويلي دي، چې په ايرلنډ هېواد کې د کليسا د مشرانو له خوا د ماشومان پر وړاندې د جنسي زورونې په اړه به اعتراف وکړي او دا ډول کړنې ورته د شرم وړ دي.

د کاتولیکانو مذهبي مشر ايرلنډ ته په خپل سفر کې د ايرلنډ له لومړي وزير سره کتلي او خلکو ته يې وينا کړې ده.

له دې وړاندې د ايرلنډ لومړي وزير په دغه هېواد کې د کليسا د مشرانو له خوا د ماشومانو د جنسي زورونې په اړه پاپ دویم فرانسېس ته شکايت کړی وو.