ایرلڼد ته د افغان کرکټ ملې لوبډلې غاښ ماتونکي ګوزارونه!

ټاکل شوې چې افغان کرکټ ملې لوبډله نن ماښام یو ځل بیا د ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د وروستۍ شل اوریزې لوبې د ترسره کولو لپاره ډګر ته ووځي.

دغه لوبې چې د روانې اګست میاشتې په ۲۰ مه نېټه د ایرلڼد په کوربه توب پېل شوي، لومړۍ او دوهمه لوبو کې افغانستان ایرلڼد ته سترې ماتې وکړې، چې په دې سره یې د شل اوریزه سیالېو لړۍ هم په خپل نوم کړه.

ایرلنډ چې د کرکټ په ډګر یوه پیاوړې لوبډله ده او د ښې کارکردګۍ له امله یې له ICC څخه بشپړ غړیتوب واخیست خو د افغان لوبډلې پر وړاندې د سیالېو په ګټلو کې پاتې راځي چې په مسلسل ډول یې افغان لوبډلې ته پنځه شل اوریزې سیالۍ بایللي دي، خو د افغان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ تر دې مهاله ۹ شل اوریزه سیالۍ تر سره شوې چې، ایرلنډۍ لوبډلې یواځې په درې ۳ لوبو کې افغانستان ته ماتې ورکړې.

افغان کرکټ ملي لوبډلې د ایرلڼد خلاف د دوهمې شل اوریزې لوبې په ګټلو سره په روستېو ۱۷ لوبو کې د ګټلو لوبو شمېر ۱۴ ته لوړ کړ چې، تر دې مهاله د شل اوریزه سیالېو غوره او بهترینه لوبډله بلل کیږي.

افغان کرکټ بورډ د کرکټ په ډګر یو بل ستوری د نړیوالو لوبو ډګر ته را وښکه چې، له محمد شهزاد محمدي سره په چپ لاس د پېل توپ وهنه کوي چې په برید کونکې توپ وهنې سره یې د ایرلنډ خلاف په دوه شل اوریزه سیالېو کې خاص رول لوبولی او خپله لوبډله یې د بریا تر دنګې څوکې رسولې، دغه ځوان حضرت الله ځاځئ نومیږي، چې د ایرلڼد پر وړاندې یې په لوړمړۍ شل اوریزه سیالۍ کې ۷۴ او په دوهمه کې یې ۸۳ مندې جوړې کړې.

نوموړی د ایرلنډ خلاف د پنځوس اوریزه سیالېو په سکواډ کې هم شامل شو.

افغان لوبډله به د همدې میاشتې په ۲۷ نېټه د ایرلڼد خلاف د پنځوس اوریزه سیالېو لړۍ هم پېل کړي.

د دغو سیالېو له ډلې به دویمه پنځوس اوریزه سیالي د روانې اګست میاشتې په ۲۹ مه او وروستۍ لوبه به بیا په ۳۱ مه نېټه تر سره شي چې، له دې سره د افغانستان او ایرلنډ د درې شل اوریزه او درې پنځوس اوریزه سیالېو دغه سریزونه پای ته رسیږي.

افغان لوبډله به د ایرلڼد له بریالي سفر څخه وروسته د آسیا جام سیالېو لپاره چمتوالی ونیسي چې د راروانې سپټمبر میاشتې په ۱۵ نېټه شروع کیږي.