افغان لوبډله څنګه کولی شي چې پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړي؟

د ۲۰۲۳ م کال پنځوس اوریز نړیوال جام سیالۍ د روان کال د اوکتوبر په ۷ مه نېټه په هند کې پیل شوې، ټاکلې ده چې افغان ملي لوبډله خپله پینځمه لوبه سبا دوشنبه د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبر په ۲۳ مه نېټه له پاکستان سره د هند په چینایي کې د غرمې پر مهال ۰۱:۰۰ بجه ترسره کړي، چې دا به د ۲۰۲۳ م کال نړیوال جام سیالېو ۲۲مه لوبه وي.
 
افغانستان د یاد جام لومړۍ لوبه د اوکتوبر په ۷مه نېته له بنګله دیش سره ترسره کړه چې، یاده لوبه یې پر بنګله دیشۍ لوبډلې په لوي توپیر وبایلله او له هغې وروسته له هندۍ لوبډلې یې هم په پرله پسې ډول ماتې ومنله خو، په خپله دریمه لوبه کې یې بیا د ۲۰۱۹ کال اتله دفاعي انګلنډۍ لوبډله په لوړ توپیر له ماتې سره مخ کړه او د نړیوال د جام د لوبو په تاریخ کې یې خپله دوهمه بریا ثبت کړه.
 
له یادې بریا وروسته افغان لوبډله د تېرې چهار شنبې په ورځ د اوکتوبر په ۱۸ مه نېټه د آی سي سي د مهال ویش له مخې د نیوزلنډ لوبډلې سره د لوبې دګر ته ښکته شوه چې افغان لوبډله د خپل کمزورې ډګر ساتنې او ځینو تخنکي غلطېو له امله له سترې ماتې سره مخامخ شوه او لوبه یې په نیوزیلنډ  وبایلله.
 
څنګه کولی شو چې په سبانۍ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړو؟
 
لومړۍ تر هر څه باید افغان لوبډله د پاکستان پر وړاندې له یو منظم پلان سره د لوبې ډګر ته ښکته شي او د لوبې پیل څخه ټولې برخې باید په سمه توګه مدریت کړل شي.
 
که په سبانۍ لوبه کې افغان لوبډله د لوبې ټاس ګتي نو ویشتن ځای ته په کتو باید د لومړۍ د توپ وهنې پریکړه وکړي، ځکه چې افغان لوبډلې دېری وخت په دوهم ځل توپ وهنه کې خپل هدف ته نه ده رسېدلې، لوبغاړو په ځان د فشار اخیستو له امله خپلې ویکتې ژر ژر له لاسه ورکړي او له ماتې سره مخ شوي دي.
 
دوهم دا چې که چېرته ټاس ګټل کیږي او لومړی د پوپ وهنې پریکړه کیږي نو باید د پیل ملګرتیا کې تغیر راوستل شي، د پېل توپ وهنې لپاره اکرام علیخیل او رحمان الله ګربز راښکته شي.
 
ځکه چې، ابراهیم ځدران په پرله پسې ډول په پیل کې ښه نه دی ځلېدلی او پکار ده چې ځای یې بدل کړل شي، ځکه ابراهیم تر دې وړاندې ون ډاون یا ( یو ښکته) پوزیشن باندې ښه لوبېدلی او د خپلې لوبډلې لپاره یې پرته له فشاره ښې منډې کړي، نو که افغان کوچینګ ستاف غواړي چې ابراهیم بېرته فوم ته راشي او د لوبډلې لپاره ګټور ثابت شي پکار دا ده چې ځای تغیر شي.
 
ولې باید اکرام د پیل توپ وهنې ته را ښکته شي؟
 
اکرام او ګربز ځکه د پیل لپاره ښه ملګري کېدلی شي چې ګربز یو بریدګر لوبغاړی ده او اکرام د یوې یا دوه منډو په کولو سره سټرایک ورته بدلولی شي هم ویکټه ساتلی شي او هم د غټو شارټونو وړتیا لري چې ښه بیلګه یې د انګلنډ خلاف د ۵۹ منډو جوړول دي، اکرام د د پیل توپ وهنه کې د ښه مومینټام جوړولو استعداد لرونکی لوبغاړی دی.
 
که چېرته زموږ د پیل لوبغاړي تر ۱۵ م یا هم ۲۰ م اوره پورې ودریږي دوي کولی شي چې تر ۱۰۰ دېرې منډې وکړي او له دې سره به زموږ منځیني او وروستني لوبغاړي په سړه سینه بغیر له کوم فشار څخه توپ وهنه وکړي.
 
بل دا چې د رحمت شاه پر ځای باید ریاض حسن ته چانس ورکړل شي، ځکه د آسیا جام سیاليو نه شروع تر نړیوال جام رحمت شاه د لوبډلې په ګټه خاصه کارکردګي نه ده کړې نو پکار ده چې ځای یو بل لوبغاړي ته ورکړل شي تر څو د هغه تشه ډکه کړي.
 
که چېرته ریاض حسن ته چانس نه ورکول کیږي نو بل بدیل یې له موږ سره ګلدین نایب دی، چې هم توپ وهنه کې حساب پرې کولی شو او هم مو د توپ اچونې برخه ورسره غښتلې کیږي.
 
لنډ دا چې ټولو لوبغاړو ته په کار ده تر څو په سړه سینه توپ وهنه وکړي، حد اقل په هر بال باندې د یوې یا دوه منډو هڅه وکړي او بال بغیر له منډې پرینږدي، له دې سره به مو په آخیر کې سیالې لوبډلې ته یو ښه هدف ټاکلی وي.
 
د توپ اچونې په برخه کې ډېر مسولیت د لوبډلمشر دی، باید پر ځای او دقیقې پریکړې وکړي ډګر ساتونکي باید پوره دفاعي حالت غوره کړي، محمد نبي او راشد خان ته پکار دي چې له حشمت سره د نظره تبادله وکړي او د بالرانو استعمال د لوبې وضعیت ته په کتو سره وکړي.
 
بله مهمه دا چې د فضل حق فاروقي اورونه باید تر ۳۵ م اوره پورې خلاس کړي وروستیو اورو ته له نوین او عزمت الله سره، د راشد، نبي یاهم د مجیب اورونه وساتل شي ځکه دوي کولی شي چې په هر حالت کې ښه بالینګ وکړي په مقابلې لوبډلې باندې د فشار غورځولو لامل شي.