غزل

 عبدالرحيم هلال
ستـا له سترګو خداى شته چې د ډېرو خلکو خيال ساتو
مينـه خـــــــــــــو يو بېل جهـــــــــــان دى دې کې بلا فام کوو
چــــــــا سره مــو څـــــــه کار دى ستــا قدر به يې نه وي زده
مـونږ خـــــــو په والله په دوه لاسي درته ســــــــــــــــلام کوو
راشــــــــه خېر دى بې له تا والله که د ژوند خــــــــــونده وي
جار دي شمــــــه ته چې يې بس ژوند ښــــــــــــه په ارام کوو
ستـــــــا سترګو ته لار څـــــــــارو او ته مو يې ارمان ارمان
يه لاليــــــــه ! ټوله شپــــــــه شوګير درتـــــــــــــــه په بام کوو
هلتـــــــــــــه حــــــــالات ښــه نه وو چې کډې مو رابار کړلې
دلتـــــــــه دا څـــــــــو شپې هـــــــلاله هسې له ناکام کــــــــوو