ايټالوۍ لوبغاړي «آسيا» پرځان د جنسي تیري تور رد کړ

روهي (څلورنۍ/۳۱مه د زمري)، ايټالوۍ لوبغاړې آسيا ارجنټو، چې د يوه امريکايي لوبغاړې جيمي بينټ لخوا په جنسي تيري تورنه شوې وه، پرځان لګېدلی تور په کلکو ټکو رد کړ.
 
هغې د امريکايي لوبغاړې له لورې لګېدلي دروغجن تور ته په اشارې وويل: «ددغه بې اساسه تور د لګېدو سره مطلق ناراحته شوې يم، ځکه ما د بينټ سره هيڅ ډول او هيڅ وخت جنسي رابطه نه ده لرلې.»
 
تېره يکشنبه نيويارک ټايمز يو راپور خپور کړ، چې پکې ويل شوي وو، چې پر ايټالوۍ لوبغاړې آسيا باندې موسوم سېنما کې د امريکايي لوبغاړې بينټ لخوا د ۳۸۰ زرو يورو پرداختولو وروسته جنسي تېری شوی دی.