د نړۍ کوم ولسمشر څومره معاش اخلي

په نړۍ کې کوم واکمن يا چارواکی په کال کې څومره معاش اخلي :
د سنګاپور لومړی وزير Lee Hsien Loong لي هېسين لونګ 1.7 ميليونه يورو په کال کې تر ﻻسه کوي ؛
د امريکا جمهور رييس بارک اوباما 300 زره يورو په کال کې تر ﻻسه کوي ؛
د فرانسې جمهور رييس نيکوﻻی سرکوزي 230 زره يورو په يو کال کې اخلي ؛
د جرمني لومړۍ وزيره انګېلا مېرکل په کال کې 284 زره يورو تر ﻻسه کوي ؛
د انګلستان لومړی وزير ډېوېډ کامرون 65 زره يورو تر ﻻسه کوي ؛
هسپانيه سپما ته مخه کړې او لومړی وزير José Luis Rodríguez خوسې لويس رودريګس يوازې تقريبا 78 زره يورو په کال معاش لري ؛
د وينسويلا جمهور رييس Hugo Chávez هوګو چاوز بيا تر200 زرو زيات معاش لري ؛
د ارجنټاين جمهور رييسې Cristina Fernándezکريستينا فېرناندېس باندې بيا د يوې ښځې په توګه ظلم شوی (ځکه ښځې ډېرې خرچې لري) او د کال يوازې 57 زره ورکول کيږي ؛
هيله ده ، چې زموږ وزيران ، مارشال ، واليان او نور چارواکي د دغو غريبو ولسمشرانو پر عايداتو باندې ونه خاندي .