د افغانستان د خپلواکۍ د نهه ­نوييمې کليزې په مناسبت

د افغانستان د خپلواکۍ د نهه­نوييمې کليزې په مناسبت
ليکنه: ډاکتر نور احمد خالدي
ژباړه: عبدالباقي سلطاني
 
شاه امان الله خان د ١٩١٩ زيږديز کال د اکسټ پر١٩مه په رسمي توګه افغانستان خپلواک اعلان کړ او دغه ورځ، چې د اسد له ٢٨مې سره برابره ده، عمومي رخصتي يې اعلان کړه.
 
دا چې افغانستان مستعره وه او که نه، جلا موضوع ده چې وروسته به خبرې پرې وکړو.
 
خو په هر حال د اګسټ ١٩مه چې د اسد له ٢٨مې سره برابرېږي د افغانستان ملي ورځ ده. په حقيقت کې د افغان ملت بريا او له خپلې خپلواکۍ څخه دفاع د يو اتيا کلونو په اوږدو کې د انګلستان د ښکېلاک­ګرو پر وړاندې د لومړۍ، دويمې، درېيمې جګړې په پايله کې پاى ته رسېږي.
 
د اسد ٢٨مه په حقيقت کې د برېتانوي ښکېلاک­ګرو له شر څخه د افغان ملت د خلاصون ورځ ده.
هر هېواد يوې ملي ورځې ته اړتيا لري، تر څو يې خلک سره راټول شي او د خپلو برياوو جشنونه ولمانځي، له خپلو ناکاميو څخه زده­کړي او خپل امکانات د هغو ستونزو او ازموينو پر وړاندې وارزوي چې په مخ کې يې دي.
 
په اسټراليا کې هر کال د جنورۍ ٢٦مه د ملي ورځې په توګه لمانځل کېږي، هغه ورځ چې په ١٧٨٨ز کې له انګليسي محکومينو ډکې يوولس کښتۍ د کپتان ارتور فيليف په مشرۍ، سيډني کوف ته رسېږي او پر دې خاوره د انګلستان بيرغ پورته کوي.
د امريکايانو لپاره د جولاى ٤مه ملي ورځ ده. هغه ورځ چې په ١٧٧٦ز کال کې د امريکا کانګرس د امريکا د خپلواکۍ اعلاميه تصويبوي.
 
د روسيې وګړي هر کال د مې ٩مه، پر نازي المان د بريا د ورځې په توګه لمانځي.
 
په حقيقت کې هر هېواد يوې ملي ورځې ته اړتيا لري چې د هغه هېواد د ملت يووالي تمثيلوي.
 
د افغانستان خلکو ته چې د افغان – انګليس په لومړۍ، دويمه او درېيمه جګړه کې يې له ټولو ټبرونو او پاړکيو څخه بې­شمېره ځوانان له ګډ هېواد څخه په دفاع کې شهيدان شوي دي، د اګسټ ١٩مه د خپلواکۍ غوښتنې د بريا او د ښکېلاک­ګرۍ د ماتې ورځ ده.
 
بالاخره په دې ورځ د نړۍ تر ټولو ستر ښکېلاک­ګر ځواک ومنله چې نه­شي کولاى افغان ملت د نورو په څېر مستعمره کړي!
د اسد ٢٨مه د يوې ټبر (قوم) د ناسيونالېزم نښه نه ده، له ګډ هېواد څخه په دفاع کې ديوه ملت د بريا نښه ده.
د افغانستان د خپلواکۍ لمانځل، د افغانستان د ملي ورځې لمانځل په حقيقت کې د افغان ملت له تاريخ او هويت څخه دفاع ده چې نن ورځ د پرديو تر بريد لاندي دي.
 
تجلیل از استقلال افغانستان، تجلیل از روز ملی افغانستان در حقیقت دفاع از تاریخ و هویت ملی ملت افغان است که امروز مورد یورش اجنبیان قرار دارد.
 
ښه به وي چې په دې ملي ورځ د خپلواکۍ د لارې د شهېدانو تر څنګ، د سياسي، مذهبي او تنظيمي عقايدو په پام کې نيولو پرته، د افغانستان د خلکو د ټولو شهېدانو يادوونه وکړو، که سرتيري دي او که پوليس، مجاهدين دي او که هغه بې­ګناه وګړي چې په تصادفي توګه شهيدان شوي دي.
 
په يوه ملي ورځ د دغو شهېدانو يادوونه، پر موږ د هغوى حق دي. په دې اړه بايد د اسټراليا له خلکو زده­کړوې چې څنګه خپل شهيدان په درناوي سره يادووي. هره ورځ ټيک د ماښام پر ٦ بجو، په ټوله اسټراليا کې د ار اېس اېل (RSL) په زرګونو ټولنيزو او تفريحي کلوپونو کې حاضرين د يوې دقيقي لپاره درېږي او د شهيدانو د ياد سرود ته غوږ نيسي:
درېيمه افغان او انګليس جګړه چې د ١٩١٩ز کال د مې له دويمې پيل او د جون تر دويمې وغزېده، د ١٩١٩ز کال د اکسټ پر ٨مه په راولپنډۍ کې د اوربند د هوکړه­ليک په لاسليک کولو سره په رسمي توګه پاى ته ورسېده.
 
د انګليسي پلاوي مشر، سر هملټن ګرانټ چې د بريتانوي هند د بهرنيو چارو وزير هم، د افغانستان د کورنيو چارو وزير او افغان پلاوي د مشر په نامه مکتوب کې تاييدوي چې د انګلستان حکومت په کورنيو او بهرنيو چارو کې د افغانستان خپلواکي په رسميت پېژني. په دې ليک کې هغه همدارنګه ټينګار کوي چې "په دې جګړې او دغه هوکړه­ليک سره، د دواړو لوريو تر منځ ټولې پخوانۍ معاهدې فسخه ګڼل کېږي."
 
پر دې اساس، امان الله خان خپله هغه ژمنه عملي کړه چې د ١٩١٩ز کال د مارچ پر ٣مه، د خپل تاج اېښودلو په مراسمو کې يې د افغانستان له خلکو سره کړې وه. امان الله خان ويلي و:
 
"په دې شرط دغه تاج او تخت منم چې تاسو زما له اندونو او افکارو سره مرسته وکړئ. د افغانستان حکومت بايد له کورنۍ او بهرني اړخه په بشپړه توګه خپلواک او ازاد وي".
 
د افغانستان خلک هر کال د اسد ٢٨مه د هېواد د خپلواکۍ د ورځې په توګه لمانځي او د جشن مراسم معمولاً په سنبله کې جوړوي.
 
سره له دې چ د افغانستان د خپلواکۍ او د افغان – انګليس درېيمې جګړې موضوع بريتانيا کم اهميته او ډېره کوچنۍ وښودله، سره دې هم دغه جګړه له سترو جګړو څخه ګڼل کېږي چې په هغې کې برېتانوي هند ته ١٦ ميليونه پاونډ مالي تاوانونه ورسېدل او د ٢٠٠٠ په شاوخوا کې پوځيان يې هم په دې جګړه کې هلاک شول.
 
يو شمېر وګړي د افغانستان د خپلواکۍ د نېټې په اړه فتنې را ټوکوي او په بې­شرمۍ سره هڅه کوي چې ابهام را منځته او ځوانان تېر باسي. حقيقت دا دى چې د راولپنډۍ معاهدې او ضميمو يې د ١٩١٩ز کال د اګسټ پر ٨مه د افغانستان خپلواکي تاييد کړه چې د ١٢٩٨ هجري لمريز کال د اسد ١٦مه کېږي، د هغې ورځ د لندن ورځپاڼې لاندې برخې ته پام وکړئ. او له هغې ورځې ١٢ ورځې وروسته امان الله خان د ١٢٩٨ کال د اسد ٢٨مه د خپلواکۍ رسمي ورځ او عمومي رخصتي اعلان کړه.
 
د راولپنډۍ په ټوله معاهده کې د خپلواکۍ کليمه نشته. د خپلواکۍ کليمه د انګليسي پلاوي د مشر او د برېتانوي هند د بهرنيو چارو د وزير، سر هملټن ګرانټ په رسمي مکتوب کې تاييد شوې چې د افغان پلوي د مشر، علي احمد خان په نامه يې استولى و، ياد مکتوب د ١٩١٩ز د اګسټ د ٨مې نيټې، د راولپنډۍ د معاهدې د ضميمې په توګه دى. د ١٩٢١ز کال د کابل معاهده د دوستۍ معاهده وه چې د راولپنډۍ معاهده او ضميمې يې تکرار او تاييدوي.
 
د ١٩١٩ز کال د اګسټ ٨مه چې د ١٢٩٨ هجري لمريز کال د اسد له ١٦مې سره برابريږي، د انګلستان له خوا د خپلواکۍ د منلو ورځ ده. د امان الله خان له لوري د راولپنډۍ د سولې د تړون د تاييد نېټه د ١٢٩٨ کال د اسد ٢٨مه ده چې د خپلواکي تصديق دى. زه له هغو کسانو لکه حبيب الله رفيع او فاروق انصاري سره موافق يم چې وايي، امان الله خان ځکه دغه تړون د ١٩١٩ز کال د اګسټ پر ١٩مه چې د ١٢٩٨ هجري لمريز د اسد له ٢٨مې سره برابرېږي تاييد کړ چې د لومړي ځل لپاره د انګليس استازي له دې تړون سره په تړلي (ضميمه) سند کې د افغانستان خپلواکي منلې وه او دې چارې اهميت درلود. د همدې استدلال له مخې، د خلپواکۍ د ورځې په توګه د اسد د ٢٨مې د ټاکلو مبنا سمه ده. له اګسټ څخه مخکې په حوت او حمل کې د امان الله خان څرګندونې، د انګلستان له لوري د خپلواکۍ له تاييد څخه مخکې وې او منطقاً خپلواکي نه­شي ګڼل کېداى. دغه څرګندوې د خپلواکۍ لپاره تبليغات وو.
 
هغه پوښتنه چې له ډېرو سره شته او په ځانګړې توګه په وروستيو کلونو کې ډېرې خبرې او بحثونه پرې کېږي، دا ده چې افغانستان مستعمره و او که نه؟ ان د لعل نهرو پر کچه شخصيتونه هغه وخت حيران شوي وو چې ولې افغانستان پر برېتانوي هند حملې کړې وه (نهرو، نګاهى بتاريخ جهان)
 
کله چې په ١٩١٩ز کال کې امان الله خان پاچايۍ ته ورسېد، د برېتانوي هند دولت ان په کابل کې سفارت نه درلود، يوازې د حافظ سيف الله په نامه يوه کش د "واقعه نګار" تر نامه لاندې په کابل کې د برېتانوي هند د ګټو ساتونکى و، هغه هم د نظربندۍ په حالت کې ژوند کاوه. په داسې حال کې چې د سردار عبدالرحمان په نامه يو کس په ډهلي کې د افغانستان د سفير په رسمي مقام دنده کوله.
 
افغانستان څه ډول ښکېلاک (مستعمره) و چې ښکېلاک­ګرو نه په دې هېواد کې استازى درلود او نه سرتيرى او نه کوم اداره­چي؟ په داسې حال کې چې له هندوستان کې د ماليې مامور، د ګمرک مدير، د امنيې قومندان او ان د پوست خونې مامور ټول انګليسان وو!
 
د دې پوښتنې ځواب بايد د افغان انګليس د دويمې جګړې د پاى په شرايطو کې ولټوو.
را په ياد به کړو چې د ١٨٧٨ز په سپټمبر کې امير شير علي خان د امير دوست محمد خان (١٨٤٣ز) په پېروۍ، بيا هم د کابل لپاره د انګلستان د سفير له منلو څخه ډډه کوي. سربېر پر دې د برتانوي هند وايسراي لارد لايټن د امير له هوکړې پرته کابل ته د خپل استازى د استولو اقدام کوي. افغان سرحدي مامورين په ختيځ کې د خيبر په دره کې، د افغانستان خاورې ته انګلستان د ټاکل شوي استازي په توګه د نيول باولز چمبرلين (Neville Bowles Chamberlain) له دننه کېدلو مخه نيسي. چمبرلين وروسته د سترې پرېتانيا لومړى وزير شو. د دې کار په مقابل کې د برېتانوي هند وايسراي لارد ليټن غواړي په زور خپل استازى په کابل کې وګوماري او افغانستان پر خپله بشپړه مستعمره بدل کړي. د دې موخې لپاره برېتانوي ځواکونه له درېيو محاذونو، ختيځ، جنوبي او کندهار څخه په ١٨٧٨ز کې پر افغانستان بريد کوي او کابل محاصره کوي. امير شير علي خان د روسانو د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره بخارا ته ځي خو نهيلى بېرته مزار شريف ته راګرځي، هملته وفات کېږي او زوى يې محمد يعقوب خان په کابل کې د هغه ځاي­ناستى کېږي.
 
انګليسان د افغان انګليس په لومړۍ جګړه کې د خپلې ټولې اردو د هلاکت د وينې بيه غواړي، چې په ١٨٤٢ز کال کې د کابل او جلال اباد تر منځ د ګندمک په سيمه کې هلاک شوي وو، هملته خيمه وهي او د ١٨٧٩ز کال د مې پر ٢٨مه پر امير محمد يعقوب خان د ګندمک معاهده تحميلوي.
 
د ګندمک معاهدې دوه اساسي شرطونه لرل:
1.  د افغانستان دولت به د برېتانوي هند سفير په کابل کې مني چې اروپايي نژاد به وي؛ 
 
2.  د افغانستان دولت به خپلې بهرنۍ اړيکې د انګليس سفير په مشوره اجرا کوي او په مقابل کې به يې د برېتانوي هند دولت هر کال د افغانستان دولته ته سب­سايډي ورکوي.
 
سر لويى کيوناري چې له امير سره يې د ګندمک معاهده لاسليک کړې وه، د انګليسي ځواکونو په ملاتړ د برېتانيا د سفير په توګه کابل ته ننوځي. په کابل کې د خپل دوو مياشتو اوسېدو په جريان کې، کيوناري په ښکاره توګه ښيي چې د هغه دنده نه يوازې په بهرنيو چارو کې مشوره ورکول دي، بلکه په عمل کې به د اصلي واکمن په توګه فعاليت کوي. په دې توګه د برېتانيا په مستقيمه مستعمره د هېواد د بدلېدلو شرايط چمتو شوي وو.
 
خو د افغانستان خلکو نور فکرونه لرل، پاڅون يې وکړ او کابل کې يې د ميشتو انګليسي ځواکونو په تار و مار کولو او د کيوناري له راتګ څخه دوې مياشتې وروسته يې د هغه په وژلو سره، برېتانيا ته اړين ځواب ورکړ. بهرنيان نه­شي کولاى د افغانستان پر خلکو په مستقيم ډول حکومت وکړي!
 
ورپسې انګليسي ځواکونه کابل ته ننوځي او د خلکو په تنبيه پيلوي. امیرمحمد یعقوب خان لهسلطنته لاس پر سر کېږي او انګلسيان يې هندوستان ته تبعيدوي. اغتشاش او نا ارامي ادامه پيدا کوي او په دې کشمکش کې انګليسان سرلوى شو.
 
تر دې چې د امير شير علي خان وراره، عبدالرحمان خان له بخار څخه کابل ته راځي او د ١٨٨٠ز کال په جولاى کې د امير په توګه د هېواد د چارو واک تر لاسه کوي. د برېتانوي هند په شمال لويديځو سرحدونو کې د هرج او مرج او اغتشاش د شرايطو په پرتلې سره، انګليسان اړ کېږي چې د امير عبدالرحمان خان امارت غوره وګڼي او په کابل کې د استازي په لرلو له ټينګار څخه تېر شي، خو د کالنۍ سب­سايډي ورکولو ته تر ٣٩ راتلونکو کلونو پورې، د راولپنډۍ تر معاهدې پورې ادامه ورکوي.
 
د امير عبدالرحمان خان او ورپسې د امير حبيب الله خان په وخت کې انګليسان له ګاونډيانو سره د افغانستان د سرحدي کرښو په ټاکلو کې حکميت کوي خو د هېواد په کورنيو چارو کې يې ونډه نه لرله.
 
له دې سابقې سره کولاى شو په واضيح توګه ووايو چې هېڅکله افغانستان د کلاسيک تعريف له مخې مستعمره نه وه.
 
له څه وخت راهيسې او څنګه موږ د انګليسي ښکېلاک له اختاپوس (اختوپوس) سره مخ شوي يو؟
 
د ختيځ هند کمپنۍ په ١٦١٢ز کې پرتګاليانو ته له ماتې ورکولو وروسته د انحصاري سوداګرۍ حق د مغولي هند له امپراتورۍ څخه واخيست، په ١٦١٥ز کې په بمبيي کې د پښې اېښودلو ځاى مومي. د ختيځي هند کمپنۍ په ١٧٥٧ز کال کې په War of Plassey کې له بريا ورسته د بنګال ايالت بشپړ اداري او سياسي واک تر لاسه کوي او د هندوستان مستعمره کول (ښکېلاک) پيلېږي.
 
پر دې اساس، کله چې احمد شاه بابا په ١٧٤٧ز کال کې پاچايي اعلانوي، له هغه لس کاله وروسته د ختيځ هند کمپنۍ په ١٧٥٧ز کال کې د بنګال ايالت بشپړ اداري او سياسي واک تر لاسه کوي او د هندوستان مستعمره کول (ښکېلاک) پيلوي.
 
د مرهټيانو، نادر شاه افشار او احمد شاه ابدالي په واسطه د هند د ګورګاني دولتونو کمزوري کولو هم د انګليسانو په واسطه د هند د ښکېلاک لپاره لاره هواروي.
 
د ختيځ هند کمپنۍ په ١٨٠٣ز کال کې د ډهلي ښار نيسي او په ١٨٥٨ز کال کې د انګلستان حکومت په رسمي توګه، د ختيځ هند د کمپنۍ په منحلولو سره د هندوستان د خاورې بشپړې ادارې چاري تر لاسه کوي او ٨٩ کاله تر ١٩٤٧ز کال پورې يې د برټېش راج يا د برېتانوي هند د مستعمره دولت په توګه پر هندوستان واک وچلاوه.
 
په دې موده کې برېتانوي هند له ناپليون، ابدالي امپراتورۍ، تزاري روسيې او قاجاري فارس څخه خطر احساسوي او د افغانستان پر وړاندۍ له درې­ګونې پاليسۍ، د مرکزي دولت کمزوري کولو، مستعمره کولو او د تزاري روسيې پر وړاندې د حايل دولت جوړولو څخه کار اخلي.
 
له انګليسي ښکېلاک­ګرو سره د افغانانو لومړى برخورد، که څه هم په غير مستقيم ډول و خو د افغان ملت لپاره مرګونى و.
په ١٧٩٨ز کې د هندوستان خلک او د هند مهاراجه­ګان د ختيځ هند کمپنۍ په واسطه د انګليسي ښکېلاک له پراخېدلو څخه په بنګال، مدراس، ميسور او بمبي کې په اندېښنه کې و، د افغانستان پاچا زمان­ شاه ته بلنه ورکوي چې له هندوستان څخه د انګليسانو د شړلو لپاره پر هند لښکر کشي وکړي. د هندوستان مهاراجه­ګان حاضر شول چې هره ورځ د زمان شاه د اردو يو لک روپۍ لګښتونه ورکړي. زمان شاه له ستر لښکر سره پر هند بريد کوي. انګليسان وارخطا کېږي او د چارې په لټه کې کېږي او مهد علي خان بهادر جنګ له زياتو اعتبارونو سره د ايران د فتح علي شاه قاجار دربار ته استوي او له قاجاري شاه څخه غواړي چې پر افغانستان بريد وکړي. په دې وخت کې زمان شاه قاجار هم پر مشهد او د ايران پر خراسان له دراني حکومت څخه ناخوښه و او په بهانه پسې ګرځيده. مهدعلی خان خپله ليکي چې له شاه څخه يې وغوښتل تر څو د زمان شاه له وراره شاهزاده محمود او د هغه له زوى کامران سره مرسته وکړي چې د زمان شاه ځاى ناستى شي. د زمان شاه لښکر ډهلي ته نيږدې سيمو ته رسېدلى و چې پر کندهار د ايرانيانو د بريد خبر هغه ته رسېږي. هغه اړ کېږي چې کندهار ته وګرځي، هلته نېول کېږي او په دواړو سترګو ړندېږي او پر ځاى يې شاه محمود پر تخت کښېني. په دې توګه په افغانستان کې د انګليسانو په توطيه او د ايرانيانو په مرسته د سدوزيانو، بارکزايانو د شاهزاده­ګانو او قومي مشرانو تر منځ ورو وژنه او کورنۍ جګړې پيلېږي او لمن ورته وهل کېږي او د څلوېښتو کلونو لپاره د افغان انګليس تر لومړۍ جګړۍ، ١٨٣٨ز کال د امير دوست محمد خان تر پاچايۍ پورې ادامه پيدا کوي.
 
د تيمور شاه له مرګه تر لومړۍ افغان انګليس جګړې پورې څلوېښت کلنه دوره، د افغانستان د معاصر تاريخ له تر ټولو تياره دورو څخه ګڼل کېږي، چې په پايله کې يې د ابدالي مپراتورۍ خاوره لکه کشمير او ملتان د رنجيت سينګ لاس ته لوېږي او قاجاري شاهان د هېواد په شمال لويديځ کې پر خراسان ابدالي واک پاى ته رسوي، سربېره پر دې په ١٨٣٧ز کال کې د روسي افسرانو په مرسته هڅه کوي چې هرات تسخير کړي، خو د ايران د ستر پوځ په واسطه د هرات د يوې کلنې محاصري سربېره بريالي نشول او تېښتې ته اړ شول.
 
انګليسي ښکېلاک­ګر له څلوېښت کاله دسيسيو، په ختيځ کې له رنجيت سېنګ، په لويديځ کې د فارس له قاجري دولت سره د اتحادونو په ګډون له ګاونډيانو سره د نا پاکو اتحادونو او د يو بل پر وړاندې د شاهزادهګانو له لمسونونو وروسته، د ځواکمن ابدالي دولت په کمزوري کولو بريالي کېږي. رنجيت سېنګ د ١٦کلونو په اوږدو کې، له ١٨١٨ز څخه تر ١٨٣٤ز پورې د انګليسانو په مرسته کشمير، ملتان او سند ونيول، په ١٨٢٠ز کې د سند له سيند څخه په تېرېدلو سره د ديره غازي خان پښتون مېشتې سيمي نيسي، تر دې چې په ١٨٣٤ز کې پېښور هم نيسي.
 
په ١٨٣٨ز کال کې له ابدالي امپراتورۍ څخه څلور سيمه­ييز ځواکونه پاتې وو: کابل،امیر دوست محمد خان، کندهار سردار کهندل خان، هرات شهزاده کامران میزا (پسر شاه محمود) او افغاني ترکستان چې له امو سيند څخه د هندوکش تر غرونو پورې و د ځايي واکمنو په واک کې و. په دې توګه په ١٩٣٩ز کال کې د انګليسانو په واسطه د افغانستان د اشغال شرايط پوره برابر وو.
 
انګليسان له روسانو څڅه د مخکې کېدلو په بهانه، د ١٨٣٩ز کال په مارچ کې له ٢١٠٠٠ ځواکونو سره د کويټې او کندهار له محاذه پر افغانستان بريد کوي او کابل او جلال اياد نيسي، شاه شجاع چې له هغوى يې پناه­اخيستې وه، د لاس­پوڅي شاه په توګه پر تخت کښېنوي او مکناټن د سفير په توګه او الکساندر برنس د ځواکونو د قومندان په توګه په کابل کې ګوماري.
 
امیر دوست محمد خان بخار ته تښتي. په ١٨٤٠ز کال کې ځواکونه راټولوي او دويم ځلي پر کابل بريد کوي خو ماتې خوري او نيول کېږي، انګلسان هغه زنداني کلکتې ته استوي.
 
د امیر دوست محمد خان زوى محمد اکبرخان له بامیانو څخه مقاومت پيلوي، د ١٨٤٢ز کال د نومبر پر دويمه کپټان الکساندر برنس په کابل کې وژل کېږي او وزير محمد اکبر خان مکناټن په کابل کې وژني.
 
جنرال ویلیام الفونسټون په قومندانۍ تنبیهی انگلیسی ځواکونه بيا کابل اشغالوي. د ١٨٤٢ز کال په جنورۍ کې شاه شجاع پرېکړه کوي چې ښه ده د خلکو د خوښۍ په موخه انګليسي ځواکونه افغانستان پرېږدي. د جنرال الفونسټون ١٦٠٠٠ نفري ځواکونه چې ٧٠٠ انګليسي الاصلو افسرانو اداره کول، د جلال اباد پر لوري شا تګ پيلوي چې د ګندمک په سيمه کې افغانان بريد پرې کوي او له يو شمېر زندانيانو پرته ټول وژل کېږي او يوازې د ډاکتر برايډن په نامه يو کس ځان جلال اباد ته رسوي، هلته مېشتو انګليسي ځواکونو ته د انګليسي ځواکونو د هلاکت خبر ورسوي.
 
د ثاث کو په کتاب کې د افغان انګليس لومړۍ جګړې په اړه لولو: " افغانانو خپل قومي او ژبني اختلافات پرېښودل او له خپلې پلازمينې څخه د انګليسي ځواکونو د ايستلو لپاره سره متحد شول."
 
په کابل کې شاه شجاع وژل کېږي او انګليسان اړ کېږي چې امير دوست محمد خان له بند څخه خوشي کړي او هغه بيا د افغانستان امارت ته رسوي.
 
امیردوست محمد خان د سردار کهندل خان له مړينې وروسته کندهار د خپل امر تابع ګرځوي او افغاني ترکستان يې له ١٨٥٠ز څخه تر ١٨٥٥ز کال پورې له مرکزي دولت سره متحد کړ. ورپسې يې په ١٨٦١ز کال کې پر هرات لښکر وباسي او له لسو مياشتو محاصرې ورسته ښار تسليمېږي. په دې توګه يو ځل بيا د اوسني افغانستان د ټولو سيمو يووالى ټينګېږي.
 
څرنګه چې وينو د افغانستان وګړيو، له ټولو ټبرونو (قومونو) او پاړکيو (قشرونو) څخه، له خپل ګډ هېواد څخه په دفاع سره د افغان انګليس په لومړۍ، دويمې او درېيمې جګړو کې د ښکېلاک­ګرو پزې پر خاورو موښي او په عمل کې ثابتوي چې نه­شي کولاى د نورو په څېر افغان ملت هم خپله مستعمره وګرځوي!
 
د اسد ٢٨مه يوه ملت د بريا نښه ده، له خپل ګډ هېواد څخه په دفاع کې. دغه دفاع د ښکېلاک پر وړاندې له خپلواکۍ جانانه دفاع ده. هغه خپلواکي چې ٣٠٨ کاله مخکې د ميرويس خان هوتک په واسطه د صفوي ښکېلاک­ګرو په شړلو تر لاسه شوې وه.
 
د خپلواکۍ لمانځل، د افغانستان د ملي ورځې لمانځل په حقيقت کې له افغان ملي هويت او تاريخ څخه دفاع ده.
 
په ١٧٠٩ز کال کې ميرويس خان په بريالۍ توګه د صفويانو پر وړاندې په کندهار کې پاڅون وکړ، په ١٧١٧ز کال کې چې اسدالله خان ابدالي (د عبدالله خان زوى) په کندهار کې د صفويانو واک ته د پاى ټکى کېښود او په ١٧٤٧ز کال کې چې احمد شاه ابدالي پر دې خاوره خپلواک هېواد او دولت اعلان کړ، په هند کې لا انګليسي ښکېلاک نه و رامنځته شوى. د ختيځ هند کمپنۍ ان په بنګال کې واک نه درلود.
 
د افغانستان د معاصر تاريخ دوران، ٣٠٨ کاله مخکې د ميرويس خان په واسطه د هېواد له سياسي يووالي سره په يوه خپلواک بومي يا اصلي (Indigenous) دولت کې، له حنفي اسلام او افغاني فرهنګ سره پيل شوى دى، په ١٧٤٧ز کال کې د احمد شاه ابدالي په واسطه بشپړېږي.
 
دغه دولت يو وخت د اوسني ايران په شمال کې له کسپين بحيرې څخه تر ډهلي او د امو له سيند څخه د اوسني پاکستان په سواحلو کې تر عرب بحيرې پورې قلمرو درلود. دغه دولت د "معاصر دولت" د تعريف ټول عناصر، څرنګه مو چې د ايران په "معاصر دولت"کې وليدل، لري.
 
دغه دولت سره له دې چې نيږدې د ٣٠٠ کلونو په اوږدو کې تر اوسه پورې له خپلې خاورې (قلمرو) او خپلواکۍ څخه د دفعا په موخه له ګڼو سيمه­ييزو او استعماري ځواکونو، لکه مرهټه، خالصه، برېتانوي هند، تزاري روسيې او افشاري او قاجاري ايران سره په تدافعي جګړو کې بوخت و او سرحدونه يې کوچني او لا کوچني شوي دي، اوس هم د يوه خپلواک هېواد په توګه ادامه لري.
 
په داسې حال کې چې " معاصر ايران " د صفوي دولت په رامنځته کېدلو سره پيلېږي، د "افغانستان معاصر" دولت د صفويانو د دولت په زوال او د ميرويس خان په واسطه د هوتکيانو د دولت په بنسټ اېښودلو سره پيلېږي. بې څه نه نه ده چې بې­امانه ايرايي ناسيوناليستان او وطني ايران­پال د افغانستان له وياړه ډک تاريخ باندې يرغلونه کوي.
 
په ورستيو کلونو کې ډېرې هڅې وشوې چې د افغانستان د خلکو ملي هويت کم­رنګه کړي او دغه ملت بې­هويته کړي. د دغه هېواد تاريخ يې تر پوښتنې لاندې راوستلى دي، د دې هېواد نوم يې تر سوال لاندې راوستلي، د افغان ملت موجوديت يې له سوال سره مخ کړى. دغه هڅې د سيمې له تاريخ څخه د ايراني ناسيونالېزم د ليد د طرز له دود کېدلو څخه رامنځته کېږي.
 
د ايراني ناسيونالېزم له ليد څخه د افغانستان د تاريخ له تفسير سره دوامداره مبارزه د هر هېواد پال افغان دنده ده.
پاى
سرچينې :
۱سقوط سلسلهء صفوی و اشغال ایران از جانب افغانها، تآلیف لارنس لاکهارت، چاپ کمبرج1958، ص 87.
۲سر جان ملکم، تاریخ ایران لندن، 1815م، جلد اول ص 606.
۳انقلاب در ایران، تآلیف جوناس هانوی، لندن. 1753.
۴میر محمد صدیق فرهنگ، افغانستان در پنج قرن اخیر، ۱۳۸۵ هجری شمسی، عرفان، تهران.
۵ جواهر لعل نهرو، نگاهی بتاریخ جهان.
۶محمود محمود، تاریخ روابط سیاسی انگلیس و ایران در قرن نزدهم جاپ تهران.