روسيه: بهرنیو چارو وزارت د ټلګرام د بندیز سره-سره دا پیغام لېږونکی کاروي

تېره اپريل مياشت کې د ټلګرام پيغام رسونې شبکې مسدودولو اړوند د روسۍ محکمې د پرېکړې سره-سره بياهم ددغه هيواد بهرنیو چارو وزارت ټلګرام چینل فعال دی.
 
ددغه وزارت د مطبوعاتو مشرې ماریا زخارووا وویل، چې د محکمې په پرېکړه کې داسې څه نه شته، چې بهرنيو چارو وزارت دې ټلګرام شبکه نه کاروي.
 
روسۍ محکمې وروسته له هغه دا پرېکړه وکړه، چې ټلګرام شبکې «FSB» فډرالي امنيتي ادارې ته د کاروونکو د ارتباطاتو له شريکولو څخه ډډه وکړه.
 
ټلګرام شبکې ویلي، چې دا کار د کاروونکو د محرمیت پالیسۍ څخه سرغړونه ده.
 
ټلګرام ۵ کاله وړاندې د ۱۴ ژبو په لرلو سره د ليکنيزو، انځوريزو او وېډيويي پيغامونو رسولو خدمات پيل کړل، چې د شمېرو له مخې اوسمهال هره مياشت ۲۰۰ ميليونه کاروونکي لري.