زړه

د اسیا د زړه (گران هیواد) دتجزیې دترخوگنگوسوڅخه په الهام !

تښتې! گومان کوې چي زماڅخه دي کښلی دﺉ زړه
زه ! لاهوښیاریم ، لامي ځان سره ، ساتلی دﺉ زړه
داغشي خلک به ډاډه وي چــــي کمال یې کړﺉ !
نه! دغو نه ! دا خپل تقدیر راته ویشتلی دﺉ زړه
لکـــــه پردې ، داناریــــــو ډول دانـــــې بېلوي
توروداغـــــونوپــــــه دننه کي وېشلی دﺉ زړه
که داسودپښوگـــــــردونه که یې زنگ نیولی
دضمیرلپوداحساس په اوبــــــو ولی دﺉ زړه
پردي که هرڅوزمزمه کړي دبېلتون سندري
میني په لیک کي بیاپوره راته لیکلی دﺉ زړه
هارون حکیمي