تصويردې راسره دی په خوبو کې مې راځي
ناست يم کـــــه ولاړيمه سوچوکې مې راځي
هيڅ خوب آرام مې نشته هم بې کاره يم جانانه
صرف ستا ياد راسره دی خاطروکې مې راځي
دامينه ده که څه ده خومعنی يې ليونتوب ده
نور نه پوهيږم ګرانې په دردوکې مې راځي
داوښکوپه ځای سترګونه مې وينې دي روانې
دزړه پوښتنه مکـــــړه په رګــــــــوکې مې راځي
حيران يمه خپل ځان ته چې آخره به مې څه وي
خـــــندا ده رانه پاتــــــې ژړيدو کې مې راځي
دنيامې شوله ختمه د آخرت طمع مې لاړه
ګناوې مې ډيريږی په لمنځوکې مې راځي
؛قهار؛وايمه نوربه مې زړګی صبرکومـــه
خومشکله ده جانانه په شعروکې مې راځي
هندوستان کټک ښار
۷/۸/۲۰۱۰
عبدالقهار کټوازی
وروستي