ته چي ماته وایې چي په څه کوې ژړا
نه درمعلومیږي دغه خپل جورو جفا
ته جوروجفاکړې زه ژړا کوم دلبره
ستاکه دغه نه وي دابه هم نه وي زما
څه ښادي به کاندي طایفه دعاشقانو
رسم دبتانوکه همداوي لکه ستا
یو دستا ماڼی شوبل غورځي درقیبانو
وارپه وارمي وژني کله هغه کله دا
هرچي عاشقي کا که په قطع افلاطون وي
زه خویې مجنون ګڼم که نن وي که سبا
سپئ هم په عذاب دجدایۍ دوژلونه دئ
زه خو ګوندی ستا دکوڅې سپئ شوم په وینا
هیڅ مي په کار نه دي رحمان تا غواړم دلبره
زه په دا راضی یم باقي هرڅه ستا رضا
٫٫٫٫٫٫٫
شعر
٫٫
خوی که په داشان وي دل ازار ستا
څه ښآدي به کاندي طلبګار ستا
حیف چي اورېده شي لیده نه شي
حسن ولطافت دی پریوار ستا
بیا دوباره نه ګوري وبل ته
هرچاچي لیدلئ وي رخسار ستا
خدای زده چي ته یار دکوم یوه یې
هرطرف یاران دي صد هزار ستا
ځای دپښو ایښو ایښودو مونده نه شي
هومره عاشقان دي په دربار ستا
بل به هسي نه وي که یې خدای کا
ماغوندي خاکسارو هوادارستا
بل ګومان په ما باندي ومه کړه
عمرواړه زه او انتظار ستا
عشق له حسنه حسن دئ له عشقه
ته نګار زما یې زه نګار ستا
ته زما مطلوب یې زه طآلب یم
ته زما طبیب یې زه بېمار ستا
ته که تازه ګل دنوبهار یې
زه یم عندلیب په لاله زار ستا
جورکه جفاده که ستم دئ
واړه مي منلي دي یکبار ستا
جوروجفاڅوک په بها پلوري
زه یم دجورونو خریدار ستا
یو تارکه ضایع شي ستا دزلفو
ځان به صدقه کړم ترهرتار ستا
سل ازمیښتونه دې راوکړه
حیف دئ چي لا نه شي اعتبار ستا
تېریم زه رحمان تر نوره کاره
اوس مې ملا تړلې ده پکار ستا
٫٫٫٫
شعر
که څوک یار په جهان غواړي یار دئ دا
یاردئ دا که دجهان سینګار دئ دا
خیال دزلفویې زما تر زړه چاپیرشو
یا تر ګنجه چاپیر شوئ مار دئ دا
بل بلبل به نوم دګل اخیستئ نه وو
که خبروئ چي ګل نه دئ خاردئ دا
بیا راتله دې جهان ته بل وار نسته
بل وار نشته بل وار نشته واردئ دا
دحباب عمر دې وګوري چي څودئ
که حوک شمار کاندي دعمر شمار دئ دا
دمجنون صورت په زړه کړه رحمان ګوره
ستاپه عشق کي هسي خواروزار دئ دا
٫٫٫٫
شعر
دبې دردو همدمي به دې بې درد کا
دنامردو همدمي به دې نامرد کا
صحبت بې تاثیره نهدئ دا حدیث دئ
ګنګونمري هم په څیر دګنګو زرد کا
هرکالي چي څوک پر زمکه باندي کیږدي
هغه زمکه یې له جنسه دخپل ګرد کا
په مجلس دویرژلیو څوک ورمه شه
که صحیح وسلامت وي آه یې سرد کا
چي دویي له میانه لرې شي رحمانه
معشوقې عاشق پخپله ناز پر ورد کا
٫٫٫
شعر
که په ګنج دشاهي فخر شهر یار کا
عاشقان یې ددلبرو په رخسار کا
خرقه پوشو په خرقه کي دی موندلی
هغه حظ ي په دنیا کي دنیا دار کا
پتنګانو لره ورکړ خدای په اور کي
هغه عیش چي یې بلبله په ګلزار کا
نېک ساعت په بد بدل دهیچا مه شه
په وصال کی غم دهجر ور دوڅارکا
نس دګور او دمور یودي په معنی کي
خوپه چایې تورلحد په چا بازارکا
دبیړۍ په ډوبیدوي خدای راضی شي
یګانګي دزړونو هلته کله کار کا
هغه مخ ي مادر زادښایسته نه وي
مشقت دمشاطې واړه مردار کا
یار دناز له خوبه پآڅي پسي ګرځي
چي فلک دعاشقانو بخت بیدار کا
بې له تانه مدام سوځي دایې حال دئ
لکه شمع چي څوک بله به مزار کا
دمستۍ دهوښیارۍ یون څرګند نه وي
په هرچاکي چي څه وي هغه رفتار کا
دبلبلو نغمه زاغ کولای نه شي
هر سرود اواز په طور دخپل تار کا
رحمان هسي بې وقوف سوداګرنه دئ
چي ددین متاع بدله په دینار کا
٫٫٫
شعر
ورځ چي بده شي عاقل ودانا څه کا
چي قضا سي وردوڅاره حکما څه کا
موروپلار خو نیک فرزند غواړي له خدایه
چي بدبخت سي ادې څه کا بابا څه کا
یار له یاره په لوی لاس کله بیلیږي
چي لاس نه رسي یار څه کا آشنا څه کا
په ښیرو په دعا څه شي کړونئ خدای دئ
چي خدای نه کا ښیري څه کا دعا څه کا
بخت په زور او په زر نه دئ چا خپل کړئ
په دا کار کي ناتوان څه کا توانا څه کا
اې رحمانه پتنګ ولي شه چي سو
نوردشمع خندا څه کا ژړا څه کا
اوډګر
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ
omari.zabul@gmail.com
وروستي