اعلیحضرت غازي امان الله خان څه غوښتل او څه ورسره وشول؟

د افغانستان د خپلواکۍ سرلاری او مخکښ غازي امان الله خان د خپل پلار حبیب الله خان له مرګ نه  وروسته د واک کیناست، غازي د ۱۲۹۸ هـ ل کال اسد میاشې په ۲۸ نېټه افغانستان ته خپلواکي تر لاسه کړه،  له خپلواکۍ سره جوخت یې په داسې اصلاحي اقداماتو لاس پورې کړ، چې څنګه ټولنه په تدریجي او کم وخت کې د پرمختګ جوګه او له نورو سره سیاله شي.
 
غازي امان الله خان د واک په لومړیو وختونو کې:

  • د یوه قانوني حکومت د را منځته کولو هڅې پيل کړې؛
  • د دولتي چارو له پاره یې نظامنامې جوړې کړې،
  • په ۱۳۰۱ لمريز کال کې يې اساسي نظامنامه ترتیب، تصویب او نافذه کړه.
  • خلکو ته یې قانوني ازادۍ ورکړې؛
  • ښوونځي یې تاسیس کړل؛
  • مطبوعات یې پراخ او په ولایاتو کې هم خواره کړل؛
  • بودجه یې ترتیب کړه؛
  • لویې جرګې یې جوړې کړې؛
  • د دولت شورا یې تاسیس کړه؛
  • د ملي شورا طرحه یې تصویب کړه؛
  • د افغانستان په تاریخ کې یې ښځو ته په لومړي ځل د زده کړو زمینه جوړه او ځانګړي ښوونځي ورته جوړکړل؛
  • په کابل ښار کې یې د لویانو لپاره د حیاتي سواد کورسونه جوړل؛
  • د افغان بچیانو د روزلو له پاره یې بهرني استادان وګومارل.
  • د لوړو زده کړو له پاره یې په لومړي ځل افغان زده کړیالان نورو هېوادونو ته ولېږل.
او په ټول هېواد کې یې د قانون د حاکمیت لپاره هڅې پيل کړې. په نړیواله کچه یې د استقلال د جګړې له پیلولو سره سم د افغانستان په رسمیت پیژندلو لپاره روسیې، اروپا او امریکا ته استازي واستول او د همدې سیاسي تدبیر په فشار یې انګریزان ژر تر ژره د افغانستان د سیاسي استقلال منلو ته تیار کړل. غازي د خلکو د ځان بسیاینې، عصري کېدو له پاره خارجي  هېوادونو ته اوږد سفر پیل کړ خبر نه و چې په ټولنه کې شته بې سوادي او کم فهمه ملایان به یې ځوانې هیلې وژني.
 

د شاه امان الله خان د  دغه تدریجي او پراخو بدلونونو په وړاندې علماء او مذهبي خلک ځکه را پورته شول، چې ګواګي دلته د نورو هېوادونو دودنه، فرهنګ او ثقافت عاموي. د امان الله خان د واکمنۍ په وړاندې د دوی د مخالفت اصلي لامل په اداره د دوی کم رنګي وه، په نظام کې دخیلو محافظه کارانو چې د مشروطه نظام مخالفین وو هم د غازي د واک په را پرځولو کې مهم نقش درلود ځکه دوی په دربار کې په لوړو پوستونو دندې درلودې لکه اعتمادلدوله عبدالقودوس خان او سپهسالار نادر خان.
 
مشروطه غوښتونکو روشنفکرانو په دې خاطر د امان الله خان مخالفت وکړ چې د اماني نظام د اساسنامه خلاف کم واک ورکړل شو، په اساس نامه کې راغلي وو چې په دولت کې به روشنفکرانو ته ډېره برخه ورکول کیږي د دې برعکس به نظام کې محافظه کاران ډېر دخیل وو. عبدالهادي داوي، محمود طرزی او عبدالرحمن لودي چې د روشنفکرانو ډلې مخکښان وو هېڅ یو یې په لوړ پوست دنده ترسره نه کړه .
 
د غازي مخالفین د هېواد له درېیو برخو پکتیا، خوست او ننګرهاره راپورته شول د دغه پاڅون کوونکو مشري د علمانو او قومي مشرانو له لوري کېده،  د ننګرهار خلکو له امان الله خان څخه لاندې غوښتنې درلودې:
  • د اصلاح غوښتونکو ډلې مشر محمود طرزی باید له افغانستان څخه وایستل شي.
  • د نجونو ښوونځي باید وتړل شي.
  • له انګلستان پرته د نورو خارجي هېوادونو نماینده ګي دې وتړل شي.
  • نظامنامه او نوی قانون دې لغوه شي
  • مالیات دې نه اخیستل کیږي
  • د خارجي کالیو قانون د فسخه شي
  • د پخوا په څېر دې حجاب او چادري رواج شي
  • په حکومت کې د اسلامي قانون اعلان شي.
  • ملایانو او عالمانو ته باید لوړ پوستونو ورکړي.
  • ښځینه محصلې نجونې دې له ترکیې بېرته راوګرځول شي.
د شمال له لوري د پاڅون مشري بچه سقاو کوله چې د مجددي کورني ملاتړ ورسره وو.
اعلیحضرت شاه امان الله خان چې حالات ولېدل خپل ورور عنایت الله خان یې خپل ځایناستی وټاکه خپله کندهار ته لاړ، غازي د تګ پر مهال وویل چې دا کار مې یوازې د دې له پاره وکړ چې وینه تویې نه شي، ما چې ملت نه غواړي زهم ځان نه پرې تحمیلوم. هغه غازي چې د افغانانو له پاره یې عصري ژوند غوښت، خيټور ملایان یې خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کول، اسلام یې په واقعي ډول پېژندلی او منلی و، افغان ځوانان او پیغلې یې د علم په ګاڼه سمبالولې،............  له واکه لرې کړل شو.
یاد یې په خیر