د ملګرو ملتونو پخوانی سرمنشي کوفي عنان ومړ

روهي (۲۷ د زمري)، د ملګرو ملتونو پخواني سرمنشي کوفي عنان د ۸۰ کالونو په عمر د سويس په برن نومي روغتون کې نن ورځ سا ورکړه.

نوموړی له ۱۹۹۷ ز کال څخه تر ۲۰۰۶ پوري د ملګرو ملتونو سرمنشي وو او په ۲۰۰۱ ز کال کې يې د نوبل جايزه هم تر لاسه کړه.

کوفي عنان په ملګرو ملتونو کې د خپل ماموريت په دوره کې د اغېز وړ کس او په نړيوالو مسايلو کې يې رول د ارزښت وړ وو.

د نړۍ د مختلفو هېوادونو مشرانو د کوفي عنان په مړينه خواشيني ښوودلې ده او دا يې يوه ضايع بللې ده.