
روهي (نۍ/۲۷ د زمري)، د پاکستان د انصاف تحريک ګوند مشر عمران خان نن ورځ د پاکستان د ۲۲م لومړي وزير په توګه وټاکل شو او لوړه يې وکړه.
نوموړي ته نن ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د پاکستان ولسمشر ممنون حسین لوړه ورکړه او رسماً لومړی وزير وټاکل شو.
د لوړې له مراسمو وروسته عمران خان خپل مقام ته لاړ او د تشريفاتي کارډ له خوا ورته د ښه راغلاست مراسم تر سره شول.
د يادونې وړ ده، چې عمران خان او د مسليم ليګ (ن) ګوند مشر شهباز شريف نواز نوماند وو، چې عمران خان د لومړي وزارت څوکۍ ته نوماندان وو، چې عمران وکولی شول، چې د لومړي وزير په توګه وټاکل شي.