حامد کرزي د هند د پخواني صدراعظم د مړينې مراسمو کې ګډون وکړ

روهي (نۍ/٢٧مه د زمري)، د هيواد پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون جمعه نوي ‌‌‌‌‌‌ډهلي کې د هندوستان پخواني صدراعظم اتال بیهاري واجپايی د مړينې وروستیو مراسمو کې برخه واخيستله.
 
اتال بيهاري واجپايی د هند ١٠م لومړۍ وزير و، چې له يوې اوږدې ناروغۍ وروسته تېره پنجشنبه د اګسټ په ٢مه د ٩٣ کلونو په عمر ومړ.