وسله والو په پېښور کې يو نرښځی وژلی

روهي (نۍ/۲۷ د زمري)، ناپيژنده وسله والو د پېښور په باړه ګېټ سیمه يو نرښځی وژلی دی او پوليسو يې جسد د تېرې پنجشنبې په ورځ موندلی دی.

د دغه نرښځي نوم ناصر الياس ښوودل شوی چې د (نازو) په لقب باندې مشهور وو. پوليس وايي، چې د نازو د قتل په تور يې له باړه ګېټ سیمې څخه دوه شکمن کشان هم نيولي دي.

د پوليسو په وينا چې دغه دوه کسان يې د وژل شوي نرښځي له جسد سره يوځای نيولي دي او دوی هڅه کوله چې جسد يو پټ ځای ته يوسي.

د ازادۍ راډيو د خبر له مخې، په خیبر پښتونخوا کې نرښځيانو دحقونو د ملاتړ اداره وايي، چې په تېرو درېيو کالونو کې په خیبر پښتونخوا ۶۱ نرښځيان وژل شوي دي.