عمران خان د پاکستان لومړی وزير وټاکل شو

روهي (نۍ/۲۷ د زمري)، تېره ورځ د پاکستان نوي پارلمان د لومړي وزير څوکۍ لپاره دوه نوماند وزيرانو ته رايه ورکړه، چې په پايله کې يې عمران خان د لومړي وزير په توګه وټاکل.

د لومړي وزارت څوکۍ ته د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان او د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مشر شهباز شریف نوماندان وو.

عمران خان وکولی شول، چې ۱۷۶ رايو په اخېستو لومړی وزير شي او د نوموړي سيال شهباز شريف د ۹۶ رايو په اخېستو دغه څوکي له لاسه ورکړه.

ټاکل شوې ده، چې نن ورځ به عمران د پاکستان د لومړي وزير په توګه لوړه هم تر سره کړي.