نن چې دعـــــشق په مقدســه مصــله ودريـــدم
دخداې رســــــوله دا دتا په اراده ودريـــــــــدم
زما په مــخ کې مشـــکلات وو خو اسانه نه وو
چې ستا سایه مې وليـــده لکه سایه ودريدم
شـــومه ژوندی ستا تصــور سره دمرګ په لاره
دنــوی سوچ ســـره دځان په مقــــــبره ودريــــدم
رڼا مې ذهن ،زړه کې، ســـمه لکه ګل راشنه شوه
ســـتا دکــــــردار رڼا ته نن يــوه شيـــبه ودريـــدم
هنــــرمـــې زده و دلــفــــظــونـــو دپييـــلو هنـــــــر
ولـــې هرځــل به یې ځــــلانده په نامه ودريـــدم
وروستي