اسلامي ازښتونه (یولسمه برخه )

ليکنه : ابوالاعلی مودودی
ژباړه : عبدالرحمن فرقانی
په ملائيكو باندې ايمان راوړل .
پر الله تعالی باندې د ایمان راوړلو نه وروسته چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دايمان راوړلو اړوند کوم هدایت کړی , هغه په ملائيكو باندي ايمان راوړل دي ،او د دې هدايت لويه ګټه دا ده چې د توحيد عقيده د شرك له ټولو خطرونو څخه پاكوي .
وړاندې تا ته وښودل شول چى مشركين په خدايۍ كى دوه ډوله مخلوقات ګډوي , يو ځني هغه مخلوقات دي چې جسماني وجود لري او ليدل كيږي , لكه لمر, ستوري , سپوږمۍ , اور او اوبه او انسان .............., او بل ځني هغه مخلوقات دي چى جسماني وجود نلري آن تر دى چى ليدل كيږي هم نه او د پردې ترشا د كايناتو انتظام ئې په غاړه دي , مثلا څوك د الله تعالي په حکم د هوا د لګولو دنده لري , څوك اوبه را وروي , څوك روښنايى خوروي . لومړني ځني مخلوقات خو د انسان د سترګو په وړاندې ښكاري او موجود دي , لدي كبله د دوي نه خدايي د لا اله الا الله د الفاظو څخه په ډاګه كيږي , خودا بل ځني مخلوقات پت دي , مشركين ډير د دوي خوا ته ګرويده دي , دوي ديوتا , خدای او د خدای اولاد ګني , د هغوي خيالي بتونه جوړوي اوبيا نذرونه ورته وړاندې كوي , لدې كبله دالهي توحيد د پاك ساتلواړوند د دې دويم ډول شرك څخه ځانګړى عقيده بيان شوي ده .
حضرت محمد صلى الله عليه وسلم موږ ته ښولي دي چې دا پت نوراني مخلوقات چى تاسي ورته ديوتا , خداي , د خداي اولاد وايى په اصل كې دا د الله تعالى ملايئكې دي , په خدايۍ كې د دوي هيڅ ونډه نشته , دا ټول دالله تعالى مطیع اوفرمانبرداره بندګان دي آن تر دى چى د الله تعالى له حكم څخه د يوه ويښته په كچه سر غړونه نشي كولاي , الله تعالى د دوي په ذريعه د خپل سلطنت چاري سمبالوي , او دوي د الله تعالى حكم په پوره توګه پرځاي كوي , دوي د خپل واك په اساس د څه كولو قدرت نلري , دوي له خپله اړخه الله تعالى ته كوم وړانديز نه شي وړاندي كولاي , او دوي دا واك هم نلري چى د چا سفارش وكړي , د دوي عبادت كول او له دوي څخه مرسته او كمك غوښتل د انسان لپاره سپكاوى اوذلت دي , ځكه چى له لومړي ورځى څخه الله تعالى دوي آدم عليه السلام ته په سجده كړلو وګمارل , او له دوي څخه ئې زيات علم آدم عليه السلام ته وركړ , او د ځمكى خلافت يى هم آدم عليه السلام ته وركړ , نو لدي لوي ذلت به نور چيري وي چى انسان د همغاغه چا نه څه وغواړي اويا سجده ورته وكړي چى انسان ته يى د الله تعالي په امر سجده كړي ده ؟
 
حضرت محمد صلى الله عليه وسلم له يو لوری موږ د ملائيكو له بندګۍ , اود الله تعالي په خدايۍ كى د دوي له شريكول نه منع كړي يوو ، او له بل لوري يى موږ ته دا ښولی دي چى ملائيكې د الله تعالى غوره شوی مخلوق دی , د ګنا ګانو څخه پاك دي , د هغوي فطرت داسي دي چى دالله تعالى نا فرماني نه كوي , هغوي هميشه د الله تعالى په عبادت كى مشغول دي , لدوی څخه د يوې غوره شوې ملائيكې په ذريعه الله تعالى په پيغمبرانو وحي نازلوله , چى نوم يى جبريل عليه السلام دي , پر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم هم د جبريل عليه السلام په ذريعه د قران كريم آيتونه نازليدل , پدي ملائيكو كې هغه ملائيكې هم دي چى هر وخت ستا سره وي , ستا هر ښه او ناوړه حركت څاري , ستا هره ښايسته او ناوړه خبره آروي او هغه ليكي , د دوي سره د هرچا كړه وړه محفوظ وي , له مرګ څخه وروسته كله چى د الله تعالى په وړاندي ودريږي نو ستا اعمال نامه الله تعالي ته وړاندي كوي , او تا په ژوند كى چى هر څومره نيك كارونه او بد كارونه تر سره كړي دي په هغه اعمال نامه كې ليكل شوي وي .
د ملائيكو حقيقت موږ ته ندی په ډاګه شوي , يوازي صفات ئې موږته ښول شوي دي او په وجود ئې د يقين كړلو حكم شوي , زموږ په وړاندي داسې كومه ذريعه نشته چې د دوي د څرنګوالي په هكله پوه شو , لدي كبله د خپل عقل په رڼا كى د دوي د ذات په هكله څه ويل جهالت دي , او د دوي د وجود څخه انكار كړل كفر دي , ځكه چى د انكار په هكله د چا سره كوم دليل نشته او د انكار معنى دا ده چى نعوذ بالله حضرت محمد صلى الله عليه وسلم درواغ ويلي دي , موږ د هغوي په وجود باندې ځكه ايمان راوړو چى د الله تعالى ريښتينى رسول صلى الله عليه وسلم موږ ته د هغوی خبر راكړي دي .
د خدای په كتابونوايمان راوړل :
په دريم شي باندې د ايمان راوړلو هدايت چى د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په ذريعه موږ ته راكړ شوی دی , هغه د الله تعالى پركتابونه ايمان راوړل دي چې په پيغمبرانو يې نازل كړي دي .الله تعالى څرنګه چى پر رسول الله صلى الله عليه وسلم باندې قران كريم نازل كړی په همدې ډول ئې له ده څخه وړاندې په تيرشويو نبيانو عليهم السلام باندې هم كتابونه نازل كړي دي , له هغه څخه د بعضو كتابونو نمونه موږ ته ښول شوي دي , د مثال په ډول هغه صحيفې چې پرابراهيم عليه السلام نازلې شوې دي, تورات چى په موسى عليه السلام باندې نازل شوى دی , زبور چى پر داوود عليه السلام ناز ل شوي و, او انجيل چى پرحضرت عيسى عليه السلام نازل شوی دی , لدې پرته نورهغه كتابونه دي چې په نورو پيغمبرانو نازل شوي دي , او نومونه يى موږ ته مالوم ندي , لدې كبله موږ د كوم بل مذهبي كتاب اړوند نشو ويلاي چى هغه د الله تعالى له لوري دي او دا هم نشو ويلاي چى هغه د الله تعالى له لوري ندي , خو موږ ايمان راوړو چى كوم كتابونه چى د الله تعالى له لوري نازل شوي دي هغه ټول برحق دي .
د كوم كتابونو په هكله چې موږ ته يادونه شوي ده له هغى څخه د ابراهيم عليه السلام صحيفې اوس په نړي كى نشته , پاتي تورات , انجيل , او زبوراوس د عيسايانو او يهودانو سره شته , خو په قران كريم كى موږ ته ويل شوي دي چې په هغه ټولو كتابونو كې خلكو د الله تعالى خبري بدلې كړي دي او د خپل لوري څخه يى پكې ډيري خبري ګډي كړي دي , په خپله يهودان او عيسويان هم دا خبره مني چې د دوي سره هغه اصلي كتابونه نشته چې د الله تعالی له لوری په هغه پغمبرانو نازل شوی ؤ , صرف د هغې ترجمې پاتي دي , چې په مستمره توګه ئې ترميم شوي او تر اوسه كيږي , سبيره پدې د هغه كتابونو له لوستلو څخه هم په واضحه توګه ښكاري چى په هغه كې ډيري خبري د الله تعالى خبري ندي , لدې كبله كوم كتابونه چې موجود دي كاملا د الله تعالى كتابونه ندي , په هغه كې دالله تعالى او انسان خبرې ګډوډې شوي دي , او دا ذريعه هم نشته چې د الله تعالى او دانسان خبرې سره بيلې كړي , لدې كبله د مخكنيو كتابونه په هكله د ايمان راوړلو حكم چې موږ ته شوي دي صرف د دې لپاره دي چې موږ پوه شو چې الله تعالى له قران څخه مخكى په نړۍ كې هر قوم ته خپل احكام دنبيانو په ذريعه استولي دي , او دا ټول د هغه خداي احكام دي چې د هغه له لوري قران هم راغلي , او قران كريم كوم نوی او ځانگړي كتاب ندی بلكه د هماغه تعليم د ژوندي كولو لپاره راليږل شوی چې وړاندې قومونوته راليږل شوي ؤ, خو هغه تعليم بدل شو او ورك شو , يا هم انساني كلام وسره ګډ شو .
قران كريم د الله تعالى تر ټولو ورستی او آخري كتاب دی , د دې كتاب او تير شويو كتابونو تر منځ د څو حيثيتونو له مخى توپير شته .
(1) د مخكنيو كتابونه اصلي نسخې له نړۍ څخه وركې شوې او يوازې د هغه كتابونو ژباړې پاتي شوي , خو قران په كومو الفاظوچې نازل شوي هماغسې تر نن پورې پاتي دي , يو حرف او يو ټكى ئې هم ندی بدل شوي .
(2) په مخكنيو كتابونو كې خلكو خپلې خبرې ګډې كړې دي , په يوه كتاب كې د الله تعالى خبرې هم شته او ملي تاريخ هم , د مشرانو كړه وړه هم شته , تفسيرهم , د فقه د پوهانو راسپڼي شوې شرعي مسله هم , او ټول شيان دا سې سره ګډوډ شوي , چې د الله تعالى كلام ورنه بيلول ممكن ندي , خو په قران كريم يوازي د الله تعالى خالص كلام موږته وړاندي شوي او په هغه كى يوه ذره د بل چا كلام ندی ګډ شوی , تفسير, حديث , فقه , د رسول الله صلى عليه وسلم سيرت , او د اسلام تاريخ ټول په ځانګړی توګه په نورو كتابونو كى ليكل شوي دي , او له قران كريم نه بلكل ځانته دي , په قران كريم كې ئې يو حرف هم نه پيدا كيږي .
(3) څومره مذهبي كتابونه چې د نړۍ د مختلفو قومونه سره دي د يوه په اړه ئې هم داسې تاريخي سند نشته چى دا ثابته كړي چى كوم نبي ته منسوب دي هغه په ريښتيا د هغه نبي كتاب دی , بلكه ځینې مذهبي كتابونه داسي هم دي چې دا هم معلومه نده چې په كومه زمانه كې په كوم نبي باندې نازل شوی دی , خو د قران كريم اړوند داسې كره تاريخي شواهد شته چې هيڅوك يى نازليدل او منسوبيدل حضرت محمد صلى الله عليه وسم ته شكمن نشي ثابتولی , د دى كتاب د مباركو آيتونو اړوند هم داسې شواهد شته چې كوم آيت څه وخت او چيرې نازل شوی دي .
(4) مخكني كتابونه په كومو ژبو چې نازل شوي دي د يوې موده څخه ورسته هغه ژبې مړې شوې دي , اوس په نړۍ كې هيڅوك د هغې ژبو وييونكي پاتي ندي , او په هغه ژبو باندې چې كوم خلك پوهيږي هغه هم ډير لږ دي , داسې كتابونه كه په خپل اصلي ډول كى پاتي هم وي د هغه پيروي كول او د هغه په احكام پوهيدل شوني ندي , خو قران كريم په كومه ژبه چې نازل شوی دی هغه يوه ژوندۍ ژبه ده , په نړۍ كى په مليونونه انسانان تر اوسه ورباندې خبري كوي , او په مليونونو انسانانو هغه زده كړې اوورباندې پوهيږي , د زدكړى سلسله ئې د نړۍ په هر ګوټ كى روانه ده , هر څوك يى زده كولي شي او كه د زده كړې فرصت ورته نوي پيدا شوي هر ځاي داسې خلك ورته پيدا كيږي چې د قران كريم په معنى پوه وي او ده ته يى د ورزده كولو قابليت ولري .
(5) څومره مذهبي كتابونه چى د نړۍ د مختلفو قومونو سره شته دي د هغه هر يو يوه ځانګړي قوم ته راليږل شوي اوهر يوئې ځانګړي قوم ته مخاطب دي , او په هريوه كى داسې احكام راغلي چى د يوې ځانګړي زمانې او ځانګري قوم ضرورتونه پوره کوي ، خو اوس نه هغه اړتياوې شته او که هم په هغوكتابونو عمل کړل شوني دي ، لدې څخه دا خبره څرګنديږي چې دا کتابونه په بيلو بيلو قومونو پوري ټړلي کتابونه دي ، لدغو کتابونو څخه يو هم ټولي نړۍ ته ندي راغلي ، سره لدې چې دا کتابونه بيلو بيلو قومونو ته راغلي ؤو ، خو دا کتابونه په يوه ځانګړې زمانه پوري تړلي وؤ .
اوس قران کريم وګوره دا کتاب دنړۍ په مخ هر انسان ته مخاطب دی ، له يوې فقرې څخه يې هم دا شبۀ او شک نه پيدا کيږي چې دا کتاب دې په کوم ځانګړي قوم پورې تړلی وي ، سربيره پدې د دې کتاب ټول احکام داسې خصوصيت لري چې په هره زمانه کې ورباندې عمل کړل شوني دي ، دا خبره ثابتوي چې قران کريم ټولي نړۍ ته او هرې زمانې ته راغلي .
۶ – په تير شويو کتابونو کې په هر يو کې د صداقت او نيکۍ څخه خبري شوي وي ، داخلاقو او ريښتيا و يلوو اصول ښول شوي ؤ ، دا الله تعالی د رضا مطابق ژوند کول ښوىل شوي ؤ ، خو يو د دې کتابونو څخه هم داسې نشته چې ټولي ښيګڼي او نيکۍ يې يو ځاي کړي وي او هيڅ څه يې نه وي پريږي ، دا ځانګړتيا يوازي په قران کريم کې ده ، چې ټولي هغه ښيګڼي چې په ځانته ځانته کتابونو کې راغلي ، او هغه چې له نورو کتابونو څخه پاتي شوي په يو ځاي راټولي کړي دې .
۷ – په ټولو مذهبي کتابونو کې چې انسان لاسوهنه کړی ده ، او داسې خبرې ئې په کې زياتې کړې چې د حقيقت خلاف دي ، د عقل خلاف دي ، د ظلم او بي انصافي په اساس ولاړې دي ، دانسان عقيده او عمل دواړه خرابوي ، ان تر دې چې په بعضو کتابونو کې فحش او د بې حيايۍ خبري شوي دي . قران کريم له دغو راز ناوړه خبرو څخه پاک دي ، په قران کريم يوه داسې خبره نشته چې د عقل څخه خلاف وي ، او يا يې څوک د دليل او تجربې په ذريعه غلطه ثابته کړي ، د قران کريم په يوه حکم کې هم بي انصافي نشته ، د قران کريم يوه خبره هم انسان دګمراهۍ لوري ته نه سوقوي ، پدې کې د بد اخلاقۍ او فسق او فحشا نښه هم نشته ، د پیل نه تر پایه قران کريم د لوړي درجې روزنه ، حکمت ، پوه ، عدل ، انصاف ، او سمه لاره انسان ته ښيي ، او له مهمو احکامو ، قانونو څخه ډک دي .
همدا ئې خصوصيت دی چې ټولو قومونو ته لار ښونه شوي ده چې ايمان پري راوړي ، او ټول کتابونه پريږدي او يوازي د قران کريم پيروي وکړي ، ځکه څومره احکامو ته چې انسان اړتيا لري تر څو يې په رڼا کې دالله تعالی د رضا مطابق ژوند تير کړي پدې کتاب کې ځاي پر ځاي شوي دي ، د دې کتاب په راتلو سره د بل کتاب د راتلو اړتيا پاتي نشوه .
کله چې تا ته د قران کريم او نورو کتابونو تر منځ توپير په ګوته شو ، نو پدې خبره ته په خپله پوهيدی شې چې پر نورو کتابونه ايمان راوړل او پر قرانکريم باندي ايمان راوړلو کې څه توپير دي ، په تيرو شويو کتابونو باندې ايمان راوړل يوازې د تصديق تر حده دی ، يعني چې دا ټول کتابونه د الله تعالی له لوري راغلي دي ، او ريښتيني دي ، او دهماغه موخي لپاره راغلي و، کوم چې قران کريم ورته راغلي دي ، او په قران کريم باندي ايمان د دې لپاره دي چې دا د الله تعالی سوچه کلام دي ، سراسر حق دي ، هر ټکی يې محفوظ دي ، هره خبره يې ريښتيني ده ، دهر حکم پيروي يې فرض ده ، او هره هغه خبره دې ردولو قابل ده چې د قران خلاف وي .
نور بيا .