
روهي (جمعه/۲۶ د زمري)، د پاکستان نوی پارلمان نن ورځ د دغه هېواد د لومړي وزارت څوکۍ د نوماند کسان لپاره رايه ورکوي.
د لومړي وزارت څوکۍ ته د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د مسليم ليګ (ن) ګوند څخه شهباز شریف ولاړ دي.
د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف ګوند د پاکستان په پارلماني ټاکنو کې د ملي اسمبلې له ۲۷۲ څوکیو څخه ۱۱۶ وګټلې، خو ويې نشول کولی چې اکثريت څوکۍ تر لاسه کړي.
مسليم ليګ (ن) ګوند له يو شمېر نورو سياسي او مذهبي ګوندونو سره سياسي ائتلاف کړی او هڅه کې چې د لومړي وزير څوکي تر لاسه کړي او يا اپوزېسيون شي.
بريالی نوماند به سبا شنبه د پاکستان د لومړي وزير په توګه په رسمي ډول د لومړي مراسم تر سره کړي.