د هند پخوانی لومړی وزیر اټل بهاري واجپايي د ۹۳ کلونو ومړ

روهي (پنځه نۍ/۲۵ د زمري)، د هندوستان پخوانی لومړی وزير اټل بهاري واجپايي د ناروغۍ له امله د ۹۳ کلونو په عمر په نوي ډهلي کې په روغتون کې ومړ.

اټل بهاري واجپايي په ۱۹۹۶ ز کال کې د هندوستان لومړی وزير وټاکل شو او بيا تر ۲۰۰۴ ز کال پوري يې د لومړي وزير په توګه دنده وکړه.

نوموړي د هندوستان د اوسني واکن ګوند (بهارتیه جنتا) ګوند له بنسټګرو او لوړپوړو کسانو څخه وو. بهارتیه جنتا له تېرو څو کالونو راهيسې ناروغه وو.

نوموړي د هندي ولس په منځ کې د قدر ځای درلود، خو دا چې له پاکستان سره يې د شو سياسي اړيکو لپاره کوښښ کولو نو يو شمېر هنديان پر نيوکه هم کوي.

اوسنی لومړی وزير نرېندرا مودي چې د (بهارتیه جنتا) غړی دی، د اټل بهاري واجپايي په مړينې خواشني ښوودلې او د هند ولس ته يې تسليت ويلي.

مودي ويلي، چې اټل بهاري واجپايي د هندوستان د برياليو لومړي وزيرانو له ډلې څخه وو، چې تشه به يې پاتې وي.