ستاسو په ژبه دغه پنځه نښې پنځه وژنکې ناروغۍ درته په ګوته کوي

ستاسو په ژبه دغه پنځه نښې پنځه وژنکې ناروغۍ درته په ګوته کوي
ژباړه ډاکټر نيک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
ژبه د انسان په وجود کې یو مهم غړی دی او څو مختلفې دندې تر سره کوي. ژبه په بنسټيز ډول د هضمې سېسټم غړي راځي، خو ورسره په څنګ نورې ډېرې مهمې دندې لکه: خبرې کول، په تنفس اخېستو کې مرسته او دا چې ځينې ناروغۍ هم درته په ګوته کوي.

په دې ژباړه کې د ژبې هغه پنځه نښې - نښانې درته ښييو، چې په لېدو يې ستاسو په وجود کې پنځه بيلا بېلې ناروغۍ درته ښيي او تاسو ورته متوجې کوي.

۱- په ژبه باندې د واري غوندې سپين رنګه ماده Thrush: کله چې د ژبې په سطحه يوه سپين رنګه ماده چې په انګليسی کې ورته Thrush وايي، راپيدا شي نو دا څرګندوي، چې ستاسو د وجود دفاعي سېسټم ځپل شوی او کمزوری شوی دی. Thrush د دفاعي سېسټم د کمزورتيا نښه ده، خو د دفاعي سېسټم دغه کمزورتيا د شکر ناروغۍ په وجه رامنځ ته شوې ده. هغه کسان چې د شکر ناروغي ولري، نو ډاکټر يې په معاينانو کې لومړی ژبه ګوري. هر څومره چې د ژبې پر سطحې دغه سپين رنګه ماده يا Thrush زيات وي نو په همدې اندازې د شکر درجه پورته تللې وي.

د شکر د ناروغۍ بله نښه د خولې وچوالی هم دی. نو کله چې خوله وچه شي، دغه سپين رنګه ماده يا Thrush پرې را پيدا کيږي. نو د خپل شکر د کنټرول لپاره کولی شئ، چئ د ژبې څخه مو پوه شئ او د ژبې د سطحې رنګ مو وګورئ.

۲- په ژبه باندې سور رنګه ټپونه Red sores: هغه وخت چې د ژبې په سطحه يا د خولې دنه په نورو برخو لکه اوريو او تالو باندې سور رنګه ټپونه Red sores راپيدا شي، نو د ايډز يا HIV ناروغي درته ښيي. په ايډز يا HIV کې هم د وجود دفاعي سېسټم يا immune system کمزوری کيږي او په پايله کې يې پر ژبه ټپونه راپيدا کيږي. د يادونې وړ ده، چې د ايډز يا HIV په حالت کې د شکر غوندې سپين رنګه ماده هم په ژبه باندې راښکاره کيږي.

۳- د ژبې سوځېدل Tongue burnimg: که چېرې پرته له کوم بل څرګند لامل مو ژبه سوځي او خوراک پرې نه شی کولی، نو د هضمي سېسټم ناروغي درته ښيي. هر کله چې کوچنۍ کولمې ونه شي کولی چې د اړتيا وړ ويټامينونه او منرالونه جذب کړي، نو په پايله کې يې ژبه وچيږي او سوځي.

۴- په ژبه باندې د غوټۍ پيدا کېدل: له دوه اونيو څخه د ډېر وخت لپاره په ژبه باندې د غدو او غوټو را پيدا کېدل، د خولې، اورميږ، سر او مريو د سرطان نښه ده. که په ژبه مو پرته له کومې بلې مشخصې شوې ستونزې، غوټۍ او ټپونه راپيدا شي او عمر يې له دوه اونيو هم ډېر وي، د سرطان نښې - نښانې درته ښيي.

۵- روښانه سور رنګ لرونکې ژبه Bright red tongue: که چېرې ستاسو د ژبې رنګ روښانه سور وي، نو دا هم د ناروغۍ نښه ده. هغه وخت چې وجود د ويټامينونو او په ځانګړي ډول د بي ۱۲ ويټامين، اوسپنې او نورو منرالونو له کمښت سره مخ وي، نو د ژبې رنګ دا ډول کيږي.

یادونه: هغه وخت چې ستاسې ژبه پورته نښې - نښانې ونه لري او رنګ يې ګلابي وزمه (pinkish-red) وي، نو ژبه به مو په يو روغتيايي وضعيت کې ده.