د زړه تنګۍ (Depression) د پيچلې او وژنکې ناروغۍ په کور دننه درملنه (وروستۍ - برخه)

د زړه تنګۍ (Depression) د پيچلې او وژنکې ناروغۍ په کور دننه درملنه (وروستۍ - برخه)
ژباړه او زياتونه: ډاکټر نېک محمد ويال
 
د همدې ژباړې په تېرو دوو برخو کې مو د زړه تنګۍ (Depression) پېژندنه، لاملونه، نښې - نښانې او لاملونه درته په ګوته کړل. د لېکنې په دې وروستۍ برخه کې د دغه پيچلې او وژنکې ناروغۍ د کورنۍ درملنې په اړه درته مالومات وړاندې کوو.

۶- د زړه تنګۍ (Depression) درملنه:
هغه څيزونه چې د زړه تنګۍ (Depression) لامل کيږي، نو که چېرې د هغې مخنيوی وشي نو په اسانۍ سره به د دغه ناروغۍ مخه ونېول شي او یا به درملنه شي. که چېرې دغه ناروغي سخته شوې وي او ناروغ ترې ډېر زوريږي، نو د طبي معايناتو او درملنې تر څنګ دغه لاندې کړنې هم کولی شي، چې په کور دننه مو له دغه شره خلاص کړي.

- ښه روغتيايي خواړه وخورئ Eat a healthy, balanced diet: څېړنو دا په ګوته کړې ده، چې ښه او روغتيايي خواړه کولی شي، چې د نور وجود په پرتله په مغزو ډېر ښه اغېز وکړي، مغز غښتلي کړي او ستړيا يي له منځه يوسي. نو اوس که چېرې په زړه تنګۍ (Depression) اخته وی، نو ښه او روغتيايي خواړه داسې وخورئ، لکه چې ډاکټر په نسخه کې درته ليکلي وي. که چېرې ښه او روغتيايي خواړه ونه خوړل شي، نو له يوې خوا زړه تنګي (Depression) وجود کمزوری کوي او له بلې خوا د انرژۍ نه شتون به مو ژوند له ستونزو سره مخ کړي.

- تمرين کول Exercise: په منظم ډول سره د کرکټ، فوټبال، والېبال، سکي، اندامو ښکلا، تکواندو او نورې لوبې؛ کولی شي، چې مغز مو تازه کړي، ستړيا ترې واخلي او د زړه تنګۍ (Depression) فشار پرې کم کړي. د تمرين بله ګټه دا ده، چې ناروغ کس بوخت او ټولنيز ساتي، چې د زړه تنګۍ (Depression) يوه تر ټولو غوره درملنه بوختيا او له تنهايۍ ځان ساتل دي.

- خوب کول Sleep: د زړه تنګۍ ناروغ ډېر ارام او استراحت ته هم اړتيا لري، خو دا ارام او استراحت بايد داسې نه وي، چې ناروغ کس تيارې کوټې ته دننه شي او د ساعتونو - ساعتونو لپاره پرته له نوره سره د اړيکو پروت وي، خوب کوي او سوچونه وهي. خوب بايد په داسې يو منظم مهال ويش وي، چې پر وخت بستر ته لاړ شي او په وخت سره پورته شي. له خوب کولو څخه موخه دا ده، چې بايد ډېر فزيکي کارونه چې پر فشار کيږي، تر سره نه شي.

- د الکولي څښاک څخه ډډه Avoid alcohol: هغه کسان چې په زړه تنګۍ (Depression) اخته وي، ډېری وخت داسې فکر کوي، چې د شرابو څښل او د نورو نشه يي توکو کارول يې د راحت او ارامتيا سبب کيږي او زړه تنګي (Depression) څخه يې خلاصوي. دا سمه ده، چې د يو لنډ او ټاکلي وخت لپاره به نشه يي توکي راحت ورکوونکي وي، خو راتلونکې پايلې يې ډېرې بدې او وژنکې دي. لومړی دا چې د زړه تنګۍ (Depression) سربيره به ناروغ کس په نشه يي توکو هم معتاد شي او دويم دا چې، نشه يي توکي په مغزو منفي اغېز لري، نو په راتلونکې کې دغه ناروغي نور هم پسې شديده کوي.

- د لمر وړانګې دې جذب شي Get a daily dose of sunshine: په زړه تنګۍ (Depression) اخته کس دې هره ورځ لږ تر لږه تر ۱۵ دقيقو په مستقيم ډول د لمر وړنکې جذب کړي او دغه چاره بايد په منظم ډول تر سره شي.

- له نور خلکو سره اړيکه Connect with other people: تر هغې چې څېړنې يې ښيي، په زړه تنګۍ (Depression) اخته کسان بايد تر ډېره ټولنيز وسي. له خپلو ملګرو، کورنۍ او خپلوانو سره دې ډېر وخت تېر کړي، ترڅو د تنهايۍ منفي سوچونه يې له ذهن منډه وکړي. په ټولنیز اوسېدو کې زړه تنګۍ (Depression) له منځه ځي.

- د خوښې څيزونه دې تر سره شي Make time for things you enjoy: دا چې زړه تنګي (Depression) له منځه يوسئ، نو هغه چارې تر سره کړئ، چې په تېر وخت کې مو يوازينی ارمان وو. د خپل ژوند تر ټولو ډېرې په زړه پورې چارې، خوراک او څښاک د زړه تنګۍ (Depression) په وخت کې عملي کړئ.