فساد د يو نظام ويجاړونکي پديده!

فساد په يوه ټولنه کې د کړکېچن وضعيت او ناخوالو څخه په استفادې يوه شومه هيله ده،چې لاملونه يې کيداى شي ناسم پلانونه،د قانون نه حاکميت، د ژوند د لومړنيو اړتياوو نه بشپړتيا،اختلاس او ځيني نور و أوسي.

په فساد ککړو نظامونو کې تل ملي ګټي تر پښو لاندي کيږي، شخصي ګټو ته تر ملي ګټو ترجيح ورکول کيږي او ولس تل د فاسدينو د ناوړه کړنو څخه رنج وړي.په فساد ککړ نظام کې چوکۍ او موقيفونه د اړيکو او واسطه بازۍ له لاري ويشل کيږي، وړ او په کار پوه اشخاص په کور ناست وي،شخصي ګټو ته ژمن، غله او خيانتګر اشخاص تر لوړو موقيفونو رسيږي،بعضي وخت فاسدين د قانون د حاکميت ادعا کوي،دا په داسي وخت کې چې کله د خپلو شخصي ګټو د حيف او ميل کېدو تصور کوي،مګر کله چې خبره ملي ګټو ته ځي بيا يې وجدان ويده او شخصي ګټو ته لومړيتوب ورکوي.

د يو هيواد ويښه او په کار پوه طبقه ځوانان تشکيلوي، چې د هيواد په ابادۍ کې رغنده رول لوبوي،خو وخت چې ځوانان هم د فساد يوه برخه جوړيږي،د هيواد د ابادۍ فکر يې له اذهانو تېښته کوي، د فاسدو ډلو او اشخاصو ترڅنګ اودريږي او ملاتړ يې کوي، نو د داسي يوې ټولني وګړي به له کومي لاري د پرمختګ هيلي ولري،او څنګه به د يو روښانه راتلونکي توقع ولري. رشوت اخيستنه او ورکونه، غلا، قتل او د رسمي منصبونو پير او پلور په موجوده وخت کې عادي ګرځېدلي،پخوا به چې څوک د فساد په تور نيول کېدو نو ډېر د شرم احساس به يې کاوه، خو اوس کيسه برعکس ده، کوم څوک چې په فساد کې ښکېل دي هغوۍ د وياړ او عزت خاوندان ګرځېدلي دي، زه وايم ددې ټولو ناوړه کړنو لومړنى مسٶل ولس جوړيږي، دا ځکه چې همدا ولس دى چې نن يې دا مفسدين په خپل ملاتړ تر دومره لوړ اقتداره رسولي،چې په وړاندي يې ولس چوپ پاتي دى او څه نشي کولى، خو که موږ د فساد جرړي له منځه يو نه سو، فساد به موږ له منځه وړي.

په يوه فاسد نظام کې د مجرمينو ازاد ګرځېدل او په وړاندي يې د عدالت نشتوالى، د انسانيت او عاطفې تر پښو لاندي کول دي، د فساد د له منځه وړلو لپاره ولس او حکومت بايد يو بل ته لاس ورکړي او په ګډه يې د له منځو وړلو لپاره هڅي وکړي، عامه افکار بايد د فساد په له منځه وړلو کې جوړ او اعيار شي،د قانون حاکميت بايد په ټولو اتباعو يو شان وي،او د ژوند کولو حق بايد هر وګړي ته ورکړل شي.