۳۰۰ عيسوي راهبان د ماشومانو په جنسي زورنه متهم شول

روهي (څلورنۍ/۲۴ د زمري)، د امريکا متحده ايالتو په (پنسیلوانیاي) ايالت کې يو قضايي ديوان د کليسا ۳۰۰ راهبان د کوچنيو ماشومانو په جنسي زورونه متهم کړي دي.

څېړونکی هئيت وايي، چې دغه کسانو د تېرو ۷۰ کالونو راهسې د راهبانو دنده او تر زرو زيات ماشومان يې په جنسي ډول زورولي دي.

دغه هئيت ويلي، چې که چېرې په دغه کسانو باندې شوي شکايتونه ثابت شي، نو د قانون اړوند سزا به ورکړل شي.

په دغه ايالت کې اوسېدونکي وايي، چې که چېرې د دغه کسانو په اړه ژورې پلټنې تر سره شي، نو شکايتونه يې پر وړاندې ډېر پيدا کيدای شي.