ايتاليا کې ۳۵ کسان ووژل شول

روهي (څلورنۍ/۲۴ د زمري)، د ايټاليا په جينوا ښار کې د يو پُل د غورځېدو له امله ۳۵ وژل شوي او ۱۳ نور په کې ټپيان دي. دغه پُل د سخت باران ورسته ونړېد.

پوليس وايي، چې د پُل خاورو، خځلو تيږو او نور ساختماني مواد کې چې لاندې غورځېدلي دي او يو شمېر خلک په کې بند پاتې دي، ژغورنکې ډلې سيمې ته رسېدلې دي او هڅه کوي چې پاتې کسان وژغوري.

عيني شاهدان وايي، چې پُل د باران د شدت او د تندر له غورځېدو وروسته نړېدلی او لاندې وغورځېدلی دی.

دغه پُل نېږدې اتيا کالونه وړاندې جوړ شوی وو، چې په دې پېښه کې يې له لسګونه متره ډېره برخه له منځه تللې ده.