
روهي (درې نۍ/۲۳ د زمري)، پاکستان په ۱۹۴۷ ز کال کې له هندوستان څخه جدا شو او د يو خپلواکه هېواد په توګه يې د ځمکې په جغرافيه کې ځان ځای کړی.
نن ورځ چې د اګست ۱۴مه نېټه ده، په ټول پاکستان کې عمومي رخصتي ده او پاکستانيان د خپلې خپلواکۍ ورځ لمانځي.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین نن ورځ په رسمي مراسمو کې د پاکستان بيرغ پورته کړ او خپل ولس ته يې د خپلواکۍ د ۷۱مې کليزې مبارکه ورکړه.
له هغې ورځې چې پاکستان له هند څخه جدا شوی دی، نو له هندوستان سره يې اړيکې خرابې شوې او د کمشير پر سر يې ډېرې نښتې سره کړي دي.