
روهي (درې نۍ/۲۳ د زمري)، د ايران ستر مذهبي مشر آیتالله علي خامنهیي خپل ملت ته په خطاب کې ويلي دي، چې له امريکا سره په اوس وخت کې نه جګړه کوي او نه هم مذاکرات.
آیتالله علي خامنهیي وايي، چې د ايران او امريکا ترمنځ به په اوس وخت کې جګړه پېښه نه شي، خو دا په دې مانا هم نه ده چې مونږ به سره مذکرات وکړو.
نوموړي د متحدو ايالتو پر ولسمشر دونالډ ټرمپ نيوکه وکړه، چې د ايران له اټومي هوکړه څخه وتل يې ستره تېروتنه تر سره کړې ده.
امريکا پر ايران نوی اقتصادي بنديزونه ولګول چې دغه هېواد يې له سخت اقتصادي وضعيت سره مخ کړ. له دغه وضعيت څخه د خلاصون په موخه ايراني ولس د حکومت ضد لاريونونه وکړل او له حکومت څخه يې د ستونزې د حل غوښتنه وکړه.