ګــرانــې څپــې څپــې د غــم راځـــي
په ما يــو غــم پســې بل غــم راځـي
که پتـــنګ وســوزي پــروا نه لـري
ډيوه دې نه مــرې چې تورتم راځـي
د سرو ګلانو دې خــــزان لــرې وي
بيا به مالی ســـــترګې په نم راځي
د اغلی زړه کې چې دردونه پاڅـي
فرياد شــي خــولې ته د قلم راځــي
ملګـــرې ما ته نه شـــې ونــه ژاړې
د مينـــــې لاره کــــې دا هم راځـــي
کابل ۱۳۶۵
وروستي