ســــتر خـــادم دافــغــانســـتان ؤ

دپشــــــتوپه سپين جبين ځلانده ســــتورئ داسمان ؤ
دافغان دشينكى باغ بلــــبل له هر چا خـوش الــهـان ؤ
دســـروددمـــلك بادشــــــاه ؤډير كمين اوقــدردان ؤ
هســـي پټ ؤپه ايـــرو كي لـكه لعـــل دبدخــــــشان ؤ
دريغه دريغه مرګى ويوړزموږروح ؤزموږځان ؤ
ترانې به يې دلـــــــــويې پښــــــتونخـــواراته بلـلــې
په خـــوب تلـلـــي ككــــرۍ بـه يې لــه واره پاڅــولــې
قافـــــيلې به يې تورتــم كې په رمــــزونوپوهــــولې
ماتې هـــــــيلې يې پـه ماتـــو ګوګلــــو كې هـــڅـولــې
په ظاهر لكه ملنـګ ؤخو له ټولـــو ښه څــاروان ؤ
په هيـــكل دمـوسيــــقي كې يې لاچي لونګ قطاردي
ټـــول ترزونه اوراګــــونه يې په لـــوړهنراعـــياردي
له خــوږژبوشاعـــرانـــويې راټول ښكلى اشـــعاردي
واړه لعــــل دى واړه دورواړه زمـــوږه افتـخـــاردى
دپښــتودښــكلي ناوې په رنګـــين رخسارپيزوان ؤ
ستا د ســـترګــوبلا واخلم بيادې سـترګې ولې سرې دي
څه په خـونداوســوزيې ويلي پـكې نغښتي ولــولـې دي
ويـل رااوري مــلغـــلرې كه داوښــكـوفــــوارې دي
كلــه ګل كلــه غــونچه شي په رخـساركې د لـمـبې دي
هركلام دهـــر شاعــريې ادا كـړئ په ښــه شــان ؤ
له هغې ورځې چې دامظــلوم نــړۍ تــه ؤ راغــلئ
دخـــوښــى مـــخ يې يــوځـــلې په ژونــدون نه ؤليدلـئ
هم دلـــراوهـم دبـــر له ويــره ډيــرؤكـــړيـــدلــــئ
دګـــردون لــه بي رحــمـــيو ؤ تــرپـــزې رســـــيدلـــئ
خـوبيا هم په عزم ټينګ اوسترخادم دافغانستان ؤ
كلــه كلــه به غـــمونــوپـسي واخــيست ميـــكدې ته
نــوريې څــوك نه ؤپنــا به يې وروړه رنــداوپيـالــې ته
دساقي ترڅنګ خوشحال ؤنه ورته دشيخ كوڅې ته
ويل اسمان يې راټيټ كړئ په ځان مه ورځئ ګوښې ته
له ريښتــينوسره مـل ؤله ريا سره سخت وران ؤ
بل به هم بياكومه مورراوړى چه داسې خوږاوازوى
چه د ده غوندي سنــګين وي او د ده په شان پيشتازوى
چه همــدومره په سـينه كي ئي دميني سوزاوسازوى
چې په خپل اولـــس مين اوپه هــــنر كې يـــكه تـــازوي
حمــاســې يې زيـــږولي ممثل دپاك وجـــدان ؤ
د ادم رباب خاموش شو درخــــو نه راځي بامـــوته
پتنـــګان لمبو ايره كړل اوس به څـوك راځي ډيــوو ته
ســــاقــي لپـې لپـې زاړي ډكــوډكــــــو پيمــانـــوته
په ماتم پســــې ماتم دئ نجـــــات وركــړئ پښــــــتنوته
داپه كـــومه لــــومه بند شوو دادكوم صياد پلان ؤ
وخت به تير وي چې دخپلوســتورو قدرپښــتانه كړي
بيا به څـــوك ورته داښــــكلي نازولـــي راسـتانه كړي
خلګ وختل اسمان ته دوئ خـــوبونه لا درانـه كړي
دتـورتـم په تـورزندان كې خـپل ځــانونه زولانــه كړي
دافرياداوافسوس ډيرپخوالا كړئ خوشحال خان ؤ
خــدايه كله به پښـــتون دتمـدن په خـوا روان كړې
چه دبل له نخروخلاص شى دا ويجاړكوريې ودان كړې
بيايې شرنګ دتورې پورته ترډهلي اواصفهان كړې
غليمان يې نيست نابـوداوشـرمـينده په ټـول جهان كړې
داستاداولمــيرهم بســـملــه كـټ مــټ داارمــان ؤ
دريغه دريغه مرګى ويوړزموږروح ؤزموږځان ؤ

۱۳۸۶لمريزكال دغوائي دمياشتي۱۲نيټه
دمحمدامين بســــمل له خوا