اخـــــــتره بيړه وكـــــــــــړه

 ۰۸ـ۱۰ـ۲۰۰۷
        اخــــتر چې كلــه راشې مرور سره پخـــلاشي****كه هرڅومره خفه وي يو اوبل ته په خـــندا شي
        خوماته مې تقــــدير جابر يو بل څـه دي ليكلي****اختر چې رارسېږي جــانان لا رانه په شــاه شي
                                                    
           اخــــــــتره بيړه وكـــــــــــړه
ته چې راځې اخـــــتره راوړه خوشــحالي درســـــــره****تقـــــــدېر ځپلوقسمــــتوته نېكمـــرغي درســـــــــره
خزان درواخله بس دى راوړه پســـرلي درســــ ــــره ****بيا به ئې وگـــــورې چې څه كـــوي زلمي درســـره
      ته چې راځې دلتـــــه سكـــــروټې رااوريـــــږي په گلــــــونوبانـدې****دلتـــــــــه تېرى اوتجاوز دى عزتونوبـــــانــــــــــدې
افغانــــي ننگ دلتـــــه خرڅېږي په لوټونو بانــــــدې****كه دې له وســـــه كېږي راوړه خپــــــلواكي  درسره
                    ته چې راځې دلتـــــــه قـــــدم په قـــدم قبر دى هـــــډونه دي خښ****زما دښــــــكلې پښتونخوا رنگـــين گلــــونه دي خښ
پردي خو نــه دي زما خپـــل سكنـي وروڼه دي خښ****لابــــه تر څو دايتيمان سلگــــــــــــۍ وهي درســــره
    ته چې راځې په كوم هــــنر چا يرغمل كـــړو واك دكــــور نه لـرو****چې تاتره مولـــــــــړزولــــه هغــــه زور نه لــــــــرو
دمكــــــر جال كې ئې اثير كـــړو ځكه شـــور نه لـرو****اخـــتره راولــــــه شير شــا غونــــدې زمري درسره
      ته چې راځې نه ســتا په تگ نه په راتگ خـبرېږو غم پــه مـوږه ****دلتــه بلاوې دي راغلې كــــــړي ســـــيتم پـــه مـوږه
ښه ورځ مـــو ونه لــيده شـپه ورځ جهنم پـه مــوږه****درب لپــــــــاره راوړه راوړه ســـــوكالـــي درســــره
        ته چې راځې راشه له سـولې سره يوځاىكړه مـــوزړونه ټكـــــور****موږمكارانو ېو لـــوټ كړي په دوكـــــــو اوپـــه زور
ناورين همـدغو دى راوستى زموږ دهــريــوپـه كـور****راوړه ملــــهم زمــــوږه زړو ته همــــــدردي درسره
        ته چې راځې
چې ســـوله راولــــې نولا بـــه محبت كــوي ټـــــــول**** مشــــــران به واړه په كشــــرانو شفقت كـــوي ټول
غوثې به نه وي يوتـربـل به صميـميت كـــوي ټــــول****له خوشحـالي به پورته غورځي ټــــول كمكي درسره
        ته چې راځې پيغلـې به رنگارنگ جامو كـې لكـــــه گل غـوړېــــږي****گېــــډى گېـــــډى زلفې به بيا لكــه ســــنبل غوړېـږي
داډبــــــرين زړونه به ټــــول لكه كنـــگل غـوړېـــږي****دبـــــرگــــودر چنــــار بـــــه څڼې ښــــوروي درسـره
       ته چې راځې پښتنـــــــــې ميندې به راټولې تا به ښـــه ولمـــــانځي****لاس ته راوړنـــــــې به دپـــــلار اودنيكــــه ولمانځي
خپل شهيـدان وروڼه به كــــور اوپه كاله ولمــــــانځي****لابــــــــه په مينه نازنين بچيـــــــان روزي درســــره
        ته چې راځې ډول اوسورڼى به په كوڅوكې زلـزلې جـوړي كــــــړي****مطرب به ترنگ وركړي شهبازبه غلبلې جوړي كړي
شاعـــــردمينې به له شعر څخه غونچې جـوړي كــړي****بيا به دهيلـــــــو غوټۍ خپل ځان ســــــپړوي درسره
          ته چې راځې ځكه خوزه درتــــــه په تمـــــــــــه يم څارمـــه يوڅـوك****ســـــــترگې په لار يم خامخا پخـــــــــلا كومه يوڅوك
چې سپېلنى سپېلنى كېږمـــــــــه ژغــــورمــــه يـوځوك****كه ئې خــــــداى هسې يوناڅاپـــــــه راولي درســـره
        ته چې راځې اخــــــــتره بيړه وكــــړه راشـــه چې غمــو واخيـســتم****گلـــرنگ له ما خوابــــــدى شوى انـــدېښنو واخيست
هـــــره شــــېبه نينه نينه شـــــــومــه لمبو واخيســــتم****بســـــمل به څومـــــره تړمې تړمې تــويــوي درسره
        ته چې راځې