دپشــــــتوپه سپين جبين ځلانده ســــتورئ داسمان ؤ
دافغان دشينكى باغ بلــــبل له هر چا خـوش الــهـان ؤ
دســـروددمـــلك بادشــــــاه ؤډير كيمين اوقــدردان ؤ
هســـي پټ ؤپه ايـــرو كي لـكه لعـــل دبدخــــــشان ؤ
دريغه دريغه مرګى ويوړزموږروح ؤزموږځان ؤ
تراني به ئي دلـــــــــويى پښــــــتونخـــواراته بلـلــي
په خـــوب تلـلـــي ككــــرۍ بـه ئي لــه واره پاڅــولــي
قافـــــيلي به ئي تورتــم كي په رمــــزونوپوهــــولي
ماتي هـــــــيلي ئي پـه ماتـــو كوګلــــو كي هـــڅـولــي
په ظاهر لكه ملنـګ ؤخو له ټولـــو ښه څــاروان ؤ
په هيـــكل دمـوسيــــقي كي ئي لاچي لونګ قطاردى
ټـــول ترزونه اوراګــــونه ئي په لـــوړهنراعـــياردې
له خــوږژبوشاعـــرانـــوئي راټول ښكلى اشـــعاردى
واړه لعــــل دى واړه دورواړه زمـــوږه افتـخـــاردى
دپښــتودښــكلي ناوي په رنګـــين رخسارپيزوان ؤ
ستا د ســـترګــوبلا واخلم بيادسـترګي ولي سري دى
څه په خـونداوســوزئي ويلي پـكي نغښتي ولــولـي دى
ويـل رااوري مــلغـــلري كه داوښــكـوفــــواري دى
كلــه ګل كلــه غــونچه شي په رخـساركى د لـمـبي دى
هركلام دهـــر شاعــرئي ادا كـړئ په ښــه شــان ؤ
له هغي ورځي چه دامظــلوم نــړۍ تــه ؤ راغــلئ
دخـــوښــى مـــخ ئي يــوځـــلي په ژونــدون نه ؤليدلـئ
هم دلـــراوهـم دبـــر له ويــره ډيــرؤكـــړيـــدلــــئ
دګـــردون لــه بي رحــمـــيو ؤ تــرپـــزي رســـــيدلـــئ
خـوبيا هم په عظـم ټينګ اوسترخادم دافغانستان ؤ
كلــه كلــه به غـــمونــوپـسي واخــيست ميـــكدي ته
نــورئي څــوك نه ؤپنــا به ئي وروړه رنــداوپيـالــي ته
دساقى ترڅنګ خوشحال ؤنه ورته دشيخ كوڅي ته
ويل اسمان ئي راټيټ كړئ په ځان مه ورځئ ګوښي ته
له ريښتــينوسره مـل ؤله ريا سره سخت وران ؤ
بل به هم بياكومه مورراوړى چه داسي خوږاوازوى
چه د ده غوندي سنــګين وي او د ده په شان پيشتازوى
چه همــدومره په سـينه كي ئي دميني سوزاوسازوى
چه په خپل اولـــس مين اوپه هــــنر كي يـــكه تـــازوى
حمــاســي ئي زيـــږولي ممثل دپاك وجـــدان ؤ
د ادم رباب خاموش شو درخــــو نه راځى بامـــوته
پتنـــګان لمبو ايره كړل اوس به څـوك راځى ډيــوو ته
ســــاقــى لپـي لپـي زاړي ډكــوډكــــــو پيمــانـــوته
په ماتم پســــي ماتم دئ نجـــــات وركــړي پښــــــتنوته
داپه كـــومه لــــومه بند شوو دادكوم سياد پلان ؤ
وخت به تير وى چه دخپلوســتورو قدرپښــتانه كړى
بيا به څـــوك ورته داښــــكلى نازولـــى راسـتانه كړى
خلګ وختل اسمان ته دوئ خـــوبونه لا درانـه كړى
دتـورتـم په تـورزندان كي خـپل ځــانونه زولانــه كړى
دافرياداوافسوس ډيرپخوالا كړئ خوشحال خان ؤ
خــدايه كله به پښـــتون دتمـدون په خـوا روان كړي
چه دبل له نخروخلاص شى دا ويجاړكورئي ودان كړي
بيائي شرنګ دتوري پورته ترډهلى اواصفهان كړي
غليمان ئي نيست نابـوداوشـرمـينده په ټـول جهان كړي
داستاداولمــيرهم بســـملــه كـټ مــټ داارمــان ؤ
دريغه دريغه مرګى ويوړزموږروح ؤزموږځان ؤ
۱۳۸۶لمريزكال دغوائي دمياشتي۱۲نيټه
دمحمدامين بســــمل له خوا
وروستي