روشن فکري څه ته وايي ؟اوریښتیني روشنفکران څوک دي ؟

  لیکوال :استادمحمودعبدالله فرزام
   ژباړن : ګل رحمن رحماني
  دروشن فکرۍ اصطلاح دلومړي ځل لپاره زمونږ ټولنې ته د هغو خلکو له خوا راغله کومو چې په غرب کې خپل تحصيل (زده کړه) کړې وه او ياهم دهغو له خوا چې په داخل يانې خپل هېواد کې زده کړې وه، خو د عربي دود او فرهنګ څخه يې په د تقليد يې خپل فرهنګ شاته غورځولى و، او ځانونه يې د شرقي ټولنې لومړى درجه روشن فکران ګرځولي وو، دوى خپل ملي او اسلامي فرهنګ خپل مذهب خپل عنعنات په مسخرو او ټوکو ولمانځل، او هغه څوک چې ددوى له دې ړانده تقليد څخه يې پيروي نه کوله او خپل ملي کلتور ورته ګران وو، لنډ فکري، ړانده او جاهلان بلل، او دا ددوى په نظر وروسته پاتې خلک دي.
له روشن فکرۍ څخه د روشن فکرانو تعريف دادى چې ګنې د روشن فکرۍ اصلي اساسي عنصر نسبيت دى، او د ټوليزتوب سره يې کومه اړيکه نه شته، دوى عقيده لري چې په ورځنيو پيښو او مسائلو له هر اړخه بحث کولى شي، او د يوې مسئلې لپاره هم يو ځواب نه لري، دوى روشن فکري د عقل هغه مجموعه ګڼې چې کولى شي پر هغه څه عالمانه انتقاد وکړي، چې بنسټ يې په يو شمېر پخو تجربو ولاړ وي، او ددې بنسټ معيار هم د روشن فکر اوږده ذهني انګېرنه او تجربه ده، نو ځکه د روشن فکر‌ۍ اصلي عنصر د ټوليزوالي د يا عامه کېدو سره تړاو نه لري، بلکې له فلسفې سره يو څه تړاو پيداکوي او يوې طبيعي پديدې ته ورته کېږي، او داسې نور په لسګونه نور تعريفونه خوهغه څه چې دې معاصرو ښاغلو د ادعاوو په سر کې راځي هغه په اسلامي ټولنو او د د ټولنيزو سياسي نظامونو په سيستم کې د اصلاحاتو راوړل دي، هغوى ددې نظريۍ سره چې موږ بايد خپلې ټولنې د غربي ټولنو په څېر جوړې کړو، او د پرمختللو او صنعتي هېوادونو خاوندان شو، لستوڼي رابډوهل او دخپلو غربي بادارانو څخه د پرېمانه پيسو په اخېستلو په اسلامي ټولنو کې په کار لوېدلي، کاشکې چې هغه څه چې وايي چې عملي کولى هم، اما په خواشينۍ سره چې بايد ووايو چې دهغوى لومړۍ هڅه د معنويت او اخلاقو اخېستل دي، کوم چې زموږ د ټولنو ډېره لوړه شتمني ده، ددې کار په کولو دوى غواړي، تر څو چې وګړي ددين ، دسياسي، اخلاقي، اقتصادي او ټولنيزو ارزښتونو څخه بې برخې کړي ، اما د هغوى قاتل بادران روسيه اومريکا چې لاسونه يې د افغانستان د تقريباَ دوه نيم ميلونه بې ګناه انسانانو په وينو سره دي، د نړۍ د ښاغلو او پرمختللو انسانانو په ډله کې راولي، او دمنکراتو او فحشاء د عامولو لپاره د نړيوال سهيونېزم په پلانونو چې اصلي هدف يې د مسلمانانو له منځه د اخلاقو او معنويت ختمول دي، ګام په ګام مزل کوي، حجاب د ښځو لپاره عذاب او دهغوى په حقوقو تېرى ګڼي،شراب څښل، نڅا اونورې بې حيايۍ د نړيوالتوب نښه او دمتمدن کېدو معيار ګڼي، د يوه خداى ج عبادت او لمانځل ورته لېونتوب حرافات او تنګ فکري ښکاري، شعاير (اسلامي،جامې،ږيره، جومات، مدرسه ا و علماء) په ټوکو اومسخرو سره يا ددوى چې داسې په نورو سلګونو برخو کې دغه کار روان دى، د غه بېچاره ګان چې په سر کې يې مرحوم امان الله خان راځي فکر کوي چې، که چېرې له ښځې نه جامې لرې شي او حجاب منع اعلان شي، ښځې سرتور سر خپلو ا عياشيو محفلونو ته راولي، شراب وڅښي اسلام له سياست نه جدا کړي، او خپل درباري ملايان يوازې د جومات په کنجونو کې ايسار کړي، جهاد وحشت وبولي او دملي جامو په ځاى نېکټا يي واچوي ، او داسې نورې پردۍ جامې په خلکو جبراَ واغوندي نو نور به يوه ستونزه هم پاتې نه شي، او ټولنه به خپله پرمختګ وکړي فابريکې به مينځ ته راشي اووبه کړی شي چې الوتکې اوموټرجوړکړي ،فقراوبې وزلي به له مينځه يوسي .
خوافسوس ددې روڼ اندو په حالت چې هم درڼانوم بدکړاوهم دفکرمفهوم بې ارزښته کړدوی په ډاکه کړه چې نه فکرلري اونه درڼاپه نوم څه پېژني بلکې حقيقت دادی چې دوی سخت فرېب خوړلی اوپوچ مغزه خلک دي .
دغوښاغلوپه ډېروښکلوشعارونوسره څولسيزې وړاندې له هېڅ ډول جنايت څخه درېغ ونه کړاوتقريبادوه نيم ميليونه بې ګناه کسان يې ووژل اوڅوميليونه نورکسان يې مهاجربې کوره ، معلول اومعيوب کړل ډېرې تورسرې يې کونډې کړې اوماشومان يې يتيمان کړل دادي نن ورځ بيادليبرالو ، ديموکراتانو اورو ڼ اندوترنوم لاندې يوځل بياراغلي اوهڅه کوي چې اسلام اواسلامي ارزښتونه له مينځه لرې کړي اودخپلوصليبي اوسهيونستې بادارانو اهدا ف اوموخې ترسره کړي دوی په دې هيله راغلي چې په بېوزلي اوغريب افغانستان کې چې خلک يې اوس هم په وينواوخاوروککړدي ، تراوسه يې لازخمونوټکورنه دي ليدلی اودبدبختيو،فقراوخواريوپه لوموکې راګيردي خپل غربي تمدن ازمويي هغه غربي تمدن چې عياشي ، فسق ، فساداوبې بندباري يې ملګرې ده .
دوی لاهم نه پوهېږي چې مغربي تمدن له وحشت څخه هم رټلی اوبددی هغه انسان چې په ډېرمصرف سره متمدن کېږي نوښايي يووحشي هم له هغه نه مترقي اوپرمختللی وبولوداولې ؟
ځکه چې يووحشي دخپل توليدله لارې دمترقي توب چانس لري خومصرف کوونکې بې له دې چې توليدونکي شي دتوليدچانس په طبيعي ډول دلاسه ورکوي ، په دې کې شک نه شته چې زموږډيری روشنفکران دغرب تقليدکوونکي دي چې په ذليلانه ډول دخپل اقتصاددودې پياوړتيااوقدرت دلاسته راوړلوپه هيله يې دخپلودښمنوهېوادونو دغلامۍ ژغ په اوږواېښی اودهغوی په غوښتنه اوس پرموږباندې حاکمان دي .
اياهغوی داويلی شي چې تراوسه څه لا سته راوړنه لري ؟مګربې له دې چې دغلامۍ اوچاپلوسۍ ، انسان وژنې دين تخريبونې اودغرب له تقليدنه پرته بل څه خپلې ټولنې ته وړاندې کړي ياني هغه څه چې کله به زموږدټولنې سره جوړنشي .
دتاسف ځای دلته دی چې دوی ځانته روڼ اندي وايي خوپه حقيقت کې دهيڅ کومې فکري رڼاڅخه برخمن نه دي اوهېڅکله يې داسې څه نه دي کړي دهغوی په روڼ اندۍ دې دلالت وکړي ، هغوی په واقعت کې دټولنيززغم اوايماني رڼاڅخه بې برخې پاتې شوي دي نوښايي چې دوی ته ((انتلکتوېل ))ياپه بله مانادټولنيززغم اوايماني رڼاڅخه بې برخې انسانان وبلل شي هغوی خدای (ج)هم دخپلې روشنفکرۍ دتعريف له مخې ((ماوراالطبعه ))يادکړي هرڅه که ښه وي که بددانتقادګوته ورته نيسي ، په هېڅ شي باورهم نه لري بې دکرغېړنواهدافواومنافعوڅخه .
دلته ده چې دروشنفکرۍ تعريف له خنډاونيمګړتياسره مخامخ کيږي نوضرورده چې روشنفکري دقران اوسنتوله نظره په سياسي اواقتصادي ډګرکې په ژوره توګه وڅيړل شي اوهغو وګړوته سمه لاروښودل شي کوم چې دې ښاغلودخپلې روشنفکرۍ په رڼاکې په تيارولاروورسيخ کړي دي اودحقيقت لاريې ترېنه ورکه کړې ده نوربايدپرېنږدوچې هغوی خپل وګړي په خپلودامونوکې ګيرکړي.اوزموږپه مبارک دين هم په بېلابېلونومونوتېری وکړي دغه دين يوازې په محراب اومسجدپورې ونه تړي اسلام دټولنې ،سياست اواقتصاديوه نه بېليدونکې برخه وګڼي .
زموږپه نظرروشنفکران هغه څوک دي چې فکريې دقران اونبوي سنتوڅخه سرچينه اخيستې وي ، روشنفکران هغه په کسان دي چې په خپل فکراونفس حاکميت لري له خپلې ژبې اوکولتورنه بشپړه اوژوره خبرتيالري هرڅه ته په ژوراوانتقادي نظرګوري نوله دې امله فلسفې اند، عالمانه اېډيال ،ليکوالي ،اوهنرمندې ديوه روشنفکرله ضروري ځانګړتياوو څخه نه شو ګڼلی .
زموږله نظره روشنفکران د هغو پيغمبرانو لارويان دي کومو چې د تاريخ په اوږدو کې خلکو د حق رڼا رسولو دنده په غاړه لرله او د قرانکريم دا پيغام چې وايي( وما ارسلنامن الرسول الابلسان قومه ) يعنې موږ هيڅ پيغمبر نه دی لېږلی مګر د همعه قوم په خپله ژبه سره دا په دې معنا چې هغوی د خپلو قومونو سره د هدايت او بيدارۍ تعهد کړی نو بايد دا تعهد د هغوی پخپله ژبه پوره کړي، په هغه ژبه خبرې وکړي چې دوی ورباندې پوهېږي ،اودغه ژبه په حقيقت کې دهمغه ولس داړتياوو ، ستونزو،هيلو،دحساسيت اوويښتابه ټولنيزورح دی اوقوم روباندې ژوندکوي ، يومسلمان روشنفکربايدپه هرمهال داسلام دسپېڅلي دين دژوندي کولو ، قيادت اوداسلامي امت ديوکولوپه هڅه کوې وي چې داهغه هڅې دي چې دغرب ښاغلي روشنفکران ورڅخه محروم دي ، دروشنفکردنده دټولنې سياسي رهبري نه ده بلکې دهغوی رسالت دټولنې په وجودکې دپياوړي اسلامي روح پوکول د ي.
په اوسني عصرکې هغه څه چې ترټولومهم دي اوزموږروشنفکران اواسلامي هېوادونه ورته دخپل رسالت له مخې اړتيالري هغه ځان پېژندنه ،خپل پخواني برم ته رجوع اوديوه اسلامي شخصيت پيداکول دي .
اووروسته له دې نه دهغوپټودسيسواوحقيقتونورابرسيره کول دي کوم چې ديرغلګروله خواداسلامي نړۍ په وړاندې په کاراچول شوي دي ،نن ورځ روشنفکرانوته لازمه ده چې پلټنه وکړي دامعلومه کړي چې موږولې په دې حال يو؟ولې په هرقدم ځوريږو؟چادې حال ته راوستلي يو؟ اوبلااخره دادچاغوښتنه ده چې موږدې محکوم اوپه دې دردېدلي حالت کې قرارولرو ،مسلمان روشنفکربايدخپلې ماضي ته نظروکړي اودفکررېښې يې دخپل ميراثي فرهنګ سره تړاوو وولري چې دافرهنګ خپله زموږدديني افکاروپه نورمينځل شوی دی اودبېګانوو سيوری ورباندې نه دی لوېدلی ،داپه حقيقت کې هغه رڼا نه ده چې دلوديځ اوختيځ څراغونورڼاته اړتيانه لري دغه رڼاهغه غربي رڼايي نه ده چې ديوناني فيلسوف ديوچانس له ((کلبي )) روشنفکري مکتب له څراغونوپيروي وکړي ، موږدې له ځانه پردي اولوديځوال کړي .
په اخرکې بايدووايوچې واقعي روشنفکرهغه څوک دی چې فکريې دايمان په رڼالمبېدلی وي په واقعت ځان پوهوي ،دخپلې ټولنې له هراړخه خبرتيالري ، دخپلوخلکودهيلودپوره کولولپاره دسرقربانۍ ته هم تياروي اماهغه څوک چې خپل کولتور،ديانت اومقدسات يې هېرکړي وي اوپه ړندوسترګوله نوورنه تقليدکوي نوهغوی لومړی درجه تاريک فکره خلک دي .
ريښتيني روشنفکران هغه څوک دي چې دمرګ لارغوره کړي هغه هم ددې لپاره چې خپل نسل ته خپلواک ژوندبرابرکړي ،روشنفکرانه هغه څوک دي چې لاسته راوړنې يې له تيوريو اوبې ځايه وړاندوينوزياتې وي .

 

پای
۱۳۸۹/۵۱۸
جلال ابادښار
ګل رحمن رحماني