پاکستان کې ځانمرګی بريد شوی

روهي (نۍ/۲۰ د زمري)، پاکستاني چارواکي وايي، چې په بلوڅستان ايالت کې ځانمرګی بريد شوی، چې د دوه چيني وګړو په شمول يې شپږ کسان ټپيان کړي دي.

بريد د سرو زرو او مسو د يو معدن د کارمندانو په بس موټر شوی چې بهرني او کورني کار کوونکي په کې ناست وو. پوليس وايي چې په بريد کې څوګ په کې وژل شوي نه دي.

امنيتي مسوولين وايي، چې پېښه نن سهار د بلوڅستان ايالات په کوټه ښار کې شوې ده.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه بريد مسووليت په غاړه نه دي اخېستی.