
روهي (نۍ/۲۰ د زمري)، د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د ترکیې پر فولادو او المونیمو ګمرکي تعرفه یې دوه برابره زیاته کړه.
ټرمپ وايي، چې له ترکيې سره اوس زمونږ اړيکې ښې نه دي او په همدې اساس په ترکيي فولادو ۲۰ سلنه او په ترکيې المونيمو تعرفه ۵۰ سلنه لوړه کړه.
نوموړي دا هم ويلي دي، چې اوس به ترکيۍ (لېره) د غښتلي امريکايي ډالر پر وړاندې خپل ارزښت را ټيټ کړي.
د ترکيې ولسمشر اردوغان د ټرمپ د دغه پرېکړه وروسته په خپل غبرګون کې له ترک ولس غوښتنه کړې ده، چې د امريکا د اقتصادي جګړې پر وړاندې چې له ترکيې سره يې پيل کړې ده، ودريږي.
نوموړي خپل ولس ته په وينا ې ويلي دي، چې دا يوه ملي جګړه ده، نو تاسو خپل سره زر، امريکايي ډالر او نور باارزښته څيزونه وپلورئ او پر ځای يې ترکيۍ لېره واخلئ، چې ارزښت يې بېرته پورته شي.
د يادونې وړ ده، چې د ولسمشر ټرمپ له دغې پرېکړې وروسته، د ترکيۍ لېرې ارزښت په تېره يوه لسيزه کې ترټولو زيات راټيټ شو.