
روهي (نۍ/۱۲ د زمري)، د پښتون ژغورنې مشر احمد منظور پښتين وايي، چې دی نه بلکې د پاکستان پوځ له ترهګرو سره اړيکې لري او که څوګ ثبوت غواړی نو راسره دې اړيکه ونېسي.
منظور پښتين وايي، چې د پاکستان د پوځ دا ډول څرګندونې د پښتون ژغورنې غورځنګ بد نوم کول دي او غواړي چې د فعاليتونو مخه يې ونېسي.
نوموړي ټينګار کړی دی، چې که چېرې د پاکستان د پوځ او او ترهګرو ترمنځ د اړيکو په اړه څوګ ورڅخه ثبوتونه وغواړي نو تیار دی، چې ورته يې وړاندې کړي.
منظور پښتين په ټولنيزو رسنيو کې هغه ادعاوې هم په کلکه رد کړې، چې ګواکې دی له ترهګرو او وسله والو ډلو سره اړيکې ساتې. پښتين وايي چې له ترهګرو سره اړيکې پاکستانی پوځ لري.
منظور پښتين په خپلو کسان بيا ځلې غږ کړی دی، چې د پاکستان د سترې محکمې د هغه پرېکړې پر ضد چې د نقيب محسود قاتل ته يې د خوشي کېدو امر کړی، پراخه لاريونونه وکړي.