
روهي (جمعه/١٩مه د زمري)، د ټايمز ناو د راپور له مخې، د هند بوهپال ايالت کې يوه ١٤ کلن محصل ١٤ زندانيان په هغو پيسې وژغورل، چې د يوه تحصيلي بورس له لارې يې ترلاسه کړي وې.
دغه ١٤ کلن محصل "ايوش كيشري" نوميږي، چې يوه تحصيلي بورس کې ترلاسه کړي ٢٧٨٥٠ هندۍ روپۍ يې د هغو ١٤ تنو زندانيانو په خلاصون ولګولې، چې په قتل تورن و او د بند موده يې هم پوره شوې وه، خو د خپلې جريمې د اداء کولو توان يې نه درلود.
نوموړي ويلي، ددغو زندانيانو د کورنۍ سره ليدنه ورته الهام بښونکې ده.