
روهي (جمعه/۱۹ د زمري)، د چين حکومتي چارواکي وايي، چې د دغه هېواد په لوديځه برخه (نینګشیا) نومي سيمه کې د (ويجو) په نوم د مسلمانانو يو جامع جومات ورانوي.
چارواکي وايي، چې دغه نوی جوړل شوی جومات د حکومت له رسمي اجازې او نقشې پرته جوړ شوی دی او دوی به يې ويجاړ کړي.
د چين حکومت دا خبرداری هم ورکړی دی، چې که چېرې د سيمې مسلمانان په خپله خوښه دغه مسجد وران نه کړي، نو دوی بيا اړ دي چې په زور يې وران کړي.
بيا له بلې خوا د سيمې اوسېدونکي او په چين کې مسلمانان د حکومت د دغه پرېکړه په اړه غبرګون ښوودلی او لاريونونه يې کړي دي.
مسلمانان وايي، چې چا ته به اجازه ورنه کړي چې دغه نوی جوړ شوی مسجد له منځه يوسي. دوی وايي د چين حکومت له مسلمانانو سره د دوه ګوني چلند په اساس دا ډول کړنې تر سره کوي او د دينونو ازادي محدودوي.