
له شپږویشت کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د افغانستان هوایي حریم افغان حکومت ته وسپارل شو. دا په خپل ذات کې لوی پرمختګ یادیږي، د ملي یووالي حکومت لپاره دا لویه لاسته راوړنه ده. ولسمشر غني د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د رادار نوی سیستم پرانیست. ولسمشر وایي، په دې سره به افغانستان د آسیا د څلور لارې موقعیت خپل کړي او په وینا یې مخکې له دې چې د ځمکې له لارې افغانستان د آسیا د څلور لارې په توګه بدل شي، په هوایي فضا کې عملا دغه ګام پورته شو. دا یو لوی پرمختګ دی، ځکه هوایي حریم له ۱۳۷۱ کال را هیسې د بهرنیانو لخوا کنترولېده، خو اوس افغان حکومت ته دغه مسوولیت ور سپارل کیږي. په دې سره به عواید ځکه ډېر شي چې افغان حکومت به په دقیق ډول وپوهیږي چې پر هوایی حریم یې څومره پروازونه شوي.
د افغانستان هوایي چلند ادارې د معلوماتو له مخې، د هېواد په ۳۶ برخو کې د رادار نوی سیستم نصب شوی، چې په وینا یې د افغانستان ټول هوايي حریم پرې کنټرولوي. دغه اداره وایي، هره هغه الوتکه چې د افغانستان له فضا تېرېږي او یا افغانستان کې د ننه پورته کېږي او یا کېني، د همدې سیستم له لارې کنټرولېږي.
ولسمشر غني وایي، د رادار دا نوی سیستم ډېر نوی دی او افغانستان تر کاناډا او استرالیا وروسته درېیم هېواد دی چې دغه سیستم کاروي.
د افغانستان نوي رادار سیستم ځانګړنې څه دي؟
د افغانستان هوایي چلند اداره وایي، په پیل کې د دغه نوي رادار سیستم لګښت درې میلیون ډالر و، چې هر کال به د دغه سیستم د څار او ساتنې لپاره شاوخوا لس میلیون ډالر لګول کېږي. سرچینه وايي، وړاندې د دغه سیستم د کنټرول چارې بهرنیانو مخته وړلې، چې اوس روزل شویو افغانانو ته سپارل شوې دي. د تېر ۲۰۱۷ کال اګسټ میاشت کې د افغانستان د نوي رادار لګولو تړون له یوه جرمن شرکت سره لاسلیک شوی و، چې شپږ میاشتې وروسته دغه سیستم فعال شو. د رادار د ساتنې او خوندیتوب دغه نوی سیستم M-LAT نومېږي چې په فعالېدو سره به یې د الوتنو خوندیتوب زیات او الوتکې به تر ۲۹ زرو فوټو لوړ الوت کولی شي. د رسمي شمېرو له مخې، هره ورځ د افغانستان له فضا له ۳۰۰ تر ۴۰۰ الوتکې تېرېږي چې له هرې یوې یې ۵۰۰ ډالره مالیه اخیستل کېده، خو د نوي سیستم په فعالېدو به یې مالیه ۷۰۰ ډالرو ته لوړه شي.
خو دا سیستم د افغانستان په ځینو برخو کې په پرمختللې ټکنالوژۍ جوړې پوځي الوتکې نه شي لیدلی. د هوایي چلند اداره وايي، ددغه سیستم په مټ دوی کولای شي تر ۴۵ زره فوټه لوړه الوتکه وویني، ځکه چې د افغانستان ټول فضايي حریم د دغه رادار سیستم کې داخل شوی او فضا د پخوا په څېر خوندي شوې ده. سرچینه وايي، وړاندې به کله چې د افغانستان فضايي حریم ته دوې الوتکې ننوتلې، باید ترمنځ یې پاموړ واټن نیولی وای. افغان چارواکي وايي، په پخواني رادار فضايي حریم کنټرول ناشونی و. دی وايي، د دغه رادار په مټ اوس له ختیځ لوېدیځ ته، په تېره بیا د منځني ختیځ له خوا الوتنې مستقیماً خپل هدف ته د افغانستان د هوايي حریم له لارې تېرېدا شي، چې وړاندې به دغه الوتنې د چین او پاکستان له هوايي حریمه تېرېدې.
افغانستان په وچه کې را ګیر هېواد دی چې ترانزیت او ترانسپورتي خدمتونه ورته ګران تمامیږي، خو ملي یووالي حکومت کې اوس هڅې په دې ور ټولې دي چې سویلي آسیا له مرکزي آسیا او مرکزي هم له ختیځې او لویدیځې آسیا سره ونښلوي. دې لار کې ښه ګامونه پورته شوي او د هوایي حریم کنترول یې هم دې لار کې لوی تحول دی.
افغانان هیله من دي چې ښه راتلوونکې ولري، او حکومت هم د دې هېلو د پوره کېدو لپاره شپه او ورځ نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي. د حکومت ټولې هڅې اوس له ناراضي وروڼو(طالبانو) سره په پخلاینې ور ټولې دي، بې له امنیت هیڅ څه نه شي کیدای کله چې سوله راشي، هر څه شوني دي، افغانستان کې ډېر داسې ظرفیتونه شته چې کولی شي ژر بیوزلي مهار کړي. خلک نور نه غواړي چې د څو محدودو کسانو د ګټو لپاره هر څه ګډوډ وي، حکومت ته په کار ده چې د نامسوولو وسلوالو ډلو غم وخوري، خلک نور دوي نه شي زغملی، ځکه دوي د هر څه په وړاندې خنډ دي، حکومت د دې لپاره چې د خلکو غوښتنه پوره کړې ووسي، باید کوټلي اقدامات وکړي، زوراکي که هر چېرې وي، باید تس نس شي.