د پښتون ژغورنې غورځنګ بيا لاريونونه پيل کوي

روهي (جمعه/۱۹ د زمري)، د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ له يو حه ځنډ وروسته بيا هڅې پيل کړي دي، چې په پاکستان کې پراخه لاريونونه په لاره واچوي.

منظور پښتين، علي وزیر، محسن داوړ، سنا اعجاز او د غورڅنګ نورو مخکښو غړو ناستې او هڅې پيل کړي دي، چې د يو ستر لاريون لپاره تياری ونېسي.

دغه لاریون له هغې وروسته پيل کيږي، چې د پاکستان سترې محکمې د نقيب محسود په مرګ تورن پولیس افسر راو انور د خوشي کېدو امر ورکړ.

د دغه ستر لاریون امر منظور پښتين ورکړی دی، خو علي وزیر، محسن داوړ، سنا اعجاز نور غړي يې ملاتړي دي. د يادونې ده چې علي وزیر او محسن داوړ د پاکستان پارلماني ټاکنو ته نوماندان وو او دغه ټاکنې يې وګټلې. د دوی د نوماندۍ په اړه ويل کېدل، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له پرېکړې پرته يې دا کار کړی دی او غورځنګ پرې خوښ نه دی.

خو منظور پښتين د دوی دغه کار شخصي پرېکړه بللې وه او ويلي وو، چې په غورځنګ کې به يې خپل ځای پاتې وي.