سعودي عربستان په هوايي بمبارۍ کې تر ۶۰ ماشومانو ته مرګ - ژوبله اړولې ده

روهي (جمعه/۱۹ د زمري)، د سعودي عربستان په مشرۍ په يمن کې د حوثې یاغیانو ضد ائتلاف هوايي بمبار کړی، چې ماشومان يې وزلي او ټپيان کړي دي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټه د مالوماتو په اساس په دغه هوايي بمبار کې چې د يمن په شمالي برخه کې شوی دی، تر ۶۰ کمه عمره وژل شوي او ټپيان شوي دي.

راپورونه وايي، چې دغه هوايي بمبار د يمن په سعده ولایت داهیان سیمه کې د ماشومانو څخه په ډک يو بس موټر باندې شوی دی، چې ټول سپاره ماشومان يې وژلي او ټپيان کړي دي.

د بشر حقونو يو شمېر بنسټونو او ټولنيزو رسنيو کې بشري فعالانو د سعوي په مشرۍ د يمن ضد ائتلاف دغه هوايي بريد په سختو ټکو غندلی دی.